د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

"د سولې هڅې، هیلې او اندېښنې"


د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د نورموضوعاتو ترڅنګ پاکستان ته د سولې د پلاوي د سفر او قطر ته د مولانا فضل الرحمن د تګ په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي د قیام الدین کشاف په مشري د افغانستان د دیني عالمانو اته کسیز پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی.

ورځپاڼه لیکي، دوی به له پاکستاني دیني عالمانو سره په افغانستان کې د جوړېدونکي دیني کنفرانس پر اجنډا خبرې وکړي او هغوی ته به په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه هم ورکړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې افغان پلاوی له مولانا فضل الرحمن، مولانا سمیع الحق او د جماعت اسلامي ګوند له امیر منور حسن سره د لیدون پلان هم لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په توندو ټکو سره لیکلي باید د ظالم پر وړاندې په ټینګه سره ودریږو.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي، افغان ولس نور پوهیږي، چې غټې خبرې نوره نتیجه نه ورکوي، باید دغه شورا په قاطع او ښکاره ډول د هغه چا پروړاندې ودریږي، چې د نړیوالو پروړاندې ډلې ډلې خلک وژني.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې راوړي؛ د سولې هڅې، هیلې او اندېښنې.

د لیکوال په اند پاکستان د سولې بهیر د ناکامولو لپاره هڅې پیل کړې؛ چې وروستۍ یې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حزب اسلامي او طالبانو له شمېر قوماندانانو سره غونډه ده.

ورځپاڼه دولت ته سپارښتنه کوي، چې افغان حکومت د سولې په بهیر کې د پاکستان پر ونډې له سره غوروکړي.

د سرمقالې د لیکوونکي په باورحکومت ته په کار ده، چې نور نو پاکستان ته په زغرده ووايي، چې د سولې له بهیر سره ظاهري مرسته، په پټه د دغه بهیر د ناکامۍ هڅې د زغم وړنه دي.

یوشمېر نور ورځپاڼو بیا قطر د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند د امیرمولانا فضل الرحمن د تګ خبره راخیستې.

ویسا:

ویسا لیکلي، مولانا فضل الرحمن د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې د ګډون لپاره قطر مرکز دوحې ته تللی.

ورځپاڼې لیکلي، تراوسه معلومه نه ده، چې مولانا فضل الرحمن د قطر په خبروکې د پاکستان د حکومت په استازیتوب ګډون کوي او که د منځګړي رول لري.

ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د سلاکار خبره راخیستې؛ چې ویلي، که دغه سفر د افغانستان د سولې د خبرو لپاره وي. نو موږ د نوموړي د دې سفر هرکلی کوو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي؛ بیا هم د سولې په نامه افرادي (مغرضې هڅې)

د ورځپاڼې لیکوال په انفرادي ډول د سولې له لپاره منډې ترړې د سولې لپاره ناوړه دسیسه ګڼي.

د لیکوال په اند پخوا هم افغان حکومت د سولې لپاره هرډول انفرادي هڅې په کلکه غندلې.

ورځپاڼه له افغان حکومت، امریکا، انګلستان او له پاکستان څخه غواړي، داسې کسانو ته وخت ورنه کړي، چې د افغان جکړې لپاره نورې پلمې ولټوي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG