د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

یو ۱۳کلن ماشوم له دوو لویانو سره د لواطت په خاطر په بند محکوم شوی


د بشري حقونو یوې نړیوالې ډلې پرون پردې خپګان څرګند کړ چې په افغانستان کې یو دیارلس کلن ماشوم له دوو لویانو سره د لواطت په خاطر په بند محکوم شوی.

د بشري حقونو فعالانو د ولسمشرحامد کرزي پر حکومت غږ وکړ، چې د جنسي تجاوز قرباني شوی دا ماشوم خوشې کړي او هغه کسان محاکمه کړي چې له ده څخه یې ناوړه جنسي استفاده کړې.

د بشري حقونو د څار ډلې په یو بیان کې ویلي، دا 13 کلن ماشوم له دوو لویانو سره د هرات ولایت په یوه عمومي پارک کې د لواطت په تور په دارالتادیب کې په یوه کال حبس محکوم شوی.

د افغانستان په قوانینو کې لواطت جرم دی خو د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د اخلاقي جرم تور، چې له نکاح پرته ټول جنسي اړیکي پکې شامل دي، په دې قضیه کې د تجاوز پریوه قربانۍ وارد شوی نه پر اصلي مجرمانو.

په بیان کې د بشري حقونو د څار ټولنې د آسیايي برخې د مشر براډ آډامز Brad Adams له قوله راغلي چې وايي، کله چې کوم څوک له یوه دیارلس کلن ماشوم سره لواطت کوي، هغه ماشوم جنایتکار نه بلکې د جنسي تجاوز د جرم قرباني بلل کېږي.

بیان زیاتوي، افغان حکومت دا هلک باید په هېڅ صورت هم د دوهم ځل لپاره نه وای قرباني کړی بلکې ژرترژره یې خوشې کړی وای، د هغه سمدستي ساتنه او لازمه مرسته یې ورسره کړې وای.

د بشري حقونو د څار ټولنې په وینا په دې قضیه کې چې په سپټمبر میاشت کې پېښه او اوس رابرسېره شوې ده دوه نور شامل کسان هم تورن او نیول شوي وو، خو مسئله یې نامعلومه ده.

د هرات ولایت د قضا چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د څار ټولنه په دې قضیه کې د دخیل افغان څارنوال په حواله خبر ورکوي چې وايي، دا ماشوم ځکه په حبس محکوم شو چې ده له څو تنو لویانو سره لواطت منلی و. خو د بشري حقونو د څار ټولنه یادونه کوي چې د افغانستان په قوانینو کې د موافقې لپاره د عمر حدود نه دي ټاکل شوي.

هیومن رایټس واچ Rights Watch Human په افغانستان کې د بچه بازۍ یا د نابالغو هلکانو د ساتنې، هغو ته د نجونو په شان د جامو د وراغوستلو، د نارینه وو په محلفونو کې د هغو د نڅا او بیا ورڅخه د ناوړه جنسي استفادې عادت هم غندلی.

بچه بازي د افغانستان په قوانینو کې ممنوع ده، خو د هېواد په اکثرو سیمو کې ځینې زورواکي او ځواکمن قوماندانان عملا دا کار کوي.
XS
SM
MD
LG