د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

که فضل رحمن قطر ته د سولې په نيت تللی وی، هرکلی يې کوو


د سولې عالي شورا ځني مسوولین وايي، چې قطر ته د مولانا فضل الرحمن له سفره په غیر رسمي توګه خبر شوي دي؛ له نوموړي تمه لري، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر حبیب الله پوځي د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دوی ته هم د مولانا فضل الرحمن د سفر خبر رسېدلی.

ښاغلي پوځي وویل، که دغه سفر د افغانستان د سولې د خبرو لپاره وي، نو دوی د نوموړي د دې سفر هرکلی کوي.

"دا خبر ماته هم رارسېدلې، چې مولانا فضل الرحمن قطر ته تللی دی، د افغانستان موضوع او د افغانستان او پاکستان مسایل سره تړلي دي، که مولانا صاحب د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره تللی وي؛ موږ یې هرکلی کوو او له مولانا فضل الرحمن څخه د یوه دیني عالم په توګه غوښتنه کوو؛ چې د سولې په موضوع کې له موږ سره مرسته وکړي."

د پاکستان د مذهبي ډلې جمعیت علمای اسلام ویاند د شنبې په ورځ په پاکستان کې یوې غونډې ته وویل؛ چې مولانا فضل الرحمن قطر ته رسېدلی او نوموړی به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي.

مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دغې ډلې سره نږدې اړیکې درلودلې او ویل کیږي، اوس یې هم ورسره نږدې اړیکې دي.

دا مهال د طالبانو یو شمیر استازي په قطر کې دي او په دې هیواد کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه هڅې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر بیا قطر ته د پاکستان د مذهبي ډلې د مشر مولانا فضل الرحمن له سفره بې خبري ښيي او د نوموړي دغه سفر بې ارزښته بولي.

د یکشنې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په خپل خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ چې تراوسه په قطر کې طالبانو ته دفتر نه دی پرانستل شوی:

"د افغانستان لپاره د قطر دفتر نه دی خلاص شوی، کله چې پرانیستل شي اعلان کوو، پټ نه دی، داچې کوم مولانا قطر ته سفر کړی خپل کار یې دی کولای یې شي.

موږ له چا سره خبري نه دي پیل کړي، چې خبرې کوو شرایط مو یې له تاسو سره شریک کړي او دغه خبرې اترې به ښکاره وي."


د افغان حکومت ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه قطر ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې عربي رسنۍ ګلف ټایمز دوحې ته د نوموړي له رسېدو خبر ورکړی.

د سیاسي چارو پوهان د پاکستان د مذهبي ډلې جمعیت علمای اسلام د مشر سفر قطر ته ډیر ګټور نه بولي او په خبره یې چې دغه سفر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په لارښوونه شوی.

په پاکستان کې پخواني افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د نوموړي دغه سفر د پاکستان او خپله د نوموړي په ګټه دی.

"مولانا فضل الرحمن له طالبانو سره د هغوی د تحریک په جوړولو کې مهم رول درلود؛ دغه کار یې د استخباراتو په اشاره کړی، نه په خپله خوښه، مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق د ای اس ای کسان دي.

مولانا غواړي، چې د دې سفر له لارې د پاکستان په انتخاباتو کې ګټه واخلي او په اوسنیو شرایطو کې ځان مطرح کړي، باور نه لرم، چې د نوموړي دغه سفر به ګټه وکړي."


څو میاشتې مخکې ولسمشر حامد کرزي د مولانا فضل الرحمن په ګډون د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته لیکونه استولي وو او په هغو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه ځیني کړې وه.

خو دا چې ښاغلي فضل الرحمن پرته له دې چې افغان حکومت په جریان کې وي؛ له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته رسیدلی دی، نو یې سفر ته ښايي په افغانستان کې اکثره لوري د شک په سترګه وګوري.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG