د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

"په افغانستان کې یو با اعتباره حکومت نشته"


آسټرالیا مورنیینګ هیرالډ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د یوې افغان ټبري آسټرالیایي "نوریه صالحي" مقاله خپره کړې؛ چې د آسټرالیا د یوه پوهنتون د استاد پروفیسور "هف وایټ" (Hugh White) د هغه مضمون په اړه یې خپل نظر او تحلیل څرګند کړی چې سرلیک یي دی: د افغانستان ماموریت بیخي ناکامه دی.

نوریه صالحي په مقالې کې لیکي، له ۲۰۰۲ م کال راهیسې چې هر ځل افغانستان ته ځي؛ د افغان ښځو او نارینه وو، د سختو او نه ستړي کېدونو هڅو او مبارزې شاهده وي؛ چې د خپل هیواد د بیا رغاونې لپاره یې مټې رانغښتې دي.

د مقالې لیکواله لیکي، د افغانستان د راتلونکي په اړه د پروفیسور وایټ له هغو اندیښنوسره هم نظره ده؛ چې د روان کال په پای کې له دط هیواد څخه د آسټرالیایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته حالت په اړه یې لري.

د مقالې لیکواله زیاتوي، په افغانستان کې د آسټرالیایي عسکرو په مرګ ژوبلې ډېره خواشنینې ده. آسټرالیایي عسکر د افغان ځواکونو په څنګ کې د یوه ډموکراټیک او سوله ييز افغانستان د جوړولو لپاره کار کوي.

د آسټرالیا مورنینګ هیرالډ ورځپاڼې د مقالې لیکواله نوریه صالحي وړاندې لیکي؛ د پروفیسور وایټ له دې څرګندونو سره هم، همغږي ده، چې وایي، په افغانستان کې یو با اعتباره حکومت نشته او دا هیواد به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د مصیبتونو کندي ته ولویږي.

صالحې زیاتوي، په افغانستان کې زیات شمیر خلک شته چې په هیواد کې د سولې، ډموکراسۍ او د ښځو د حقونو د عملي کیدو هیلې لري.

آسټرالیا مورنینګ هیرالډ ورځپاڼه لیکي، لکه څنګه چې پروفیسور وایټ څرګنده کړې، بهرني ځواکونه به افغانستان ته ځي او راځي، خو عادي افغانان د خپلو ابتدایي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي؛ موږ باید خپل زیات پام د سیمه ييزو نوښتونو مرستې ته واړوو او د ښځو حقونو ته د خلکو پام راواړوو چې د افغانې ټولنې د ملا تیر دی.

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې، هند ته د طبیعي غاز د پایپ لاین د پروژې په اړه یوه مقاله لیکلي او په پیل کې یې لیکي:

د هند فډرال کابینې د هغې کمپنۍ جوړېدل تصویب کړل؛ چې د افغانستان له لارې به د ترکمنستان طبیعي غاز هند ته انتقال کړي.

ورځپاڼه لیکي، د هند د فډرال کابینې د پنجشنبې د ورځې پریکړه د دغې شاوخوا، ۷ اعشاریه ۶ میلیاردو امریکایي ډالرو د پروژې د جوړیدو کارونه یو ګام نور هم نږدي کړل.

وال سټریټ ژورنال لیکي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له دوو لیسزو راهیسې د دغه ۱۸۰۰ کیلومیټرو اوږده پایپ لاین د جوړولو په اړه خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG