د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۰

په شپږو میاشتو د سولې په اړه موافقه ترلاسه کېدای شي


په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې له وسله والو طالبانو په کلکه وغوښتل شول، چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي. دوي وویل، چې د سولې یوه موافقه باید په شپږو میاشتو کې ترلاسه شي.

په دې غونډه کې په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر په پرانیستلو هم موافقه وشوه.

په دې غونډه کې دغه راز موافقه وشوه، چې افغانستان او پاکستان به په خپلو منځو کې همکاري پیاوړي کوي او هغه ستراتیژیک تړون به چې مخکې یېی دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، تر را روان مني پورې لاسلیک کوي.

دا چې د دغې درې اخیزې غونډې پریکړې تر کومې اندازې عملي کیدای شي، په دې اړه نوریاس نوري د ډموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې له ریس ډاکتر کبیر رنجبر سره مرکه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:19 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG