د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۴

د غزني اوسېدونکي وايي، واورې دي، لارې نشته


د غزني اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو ورځو راهسې په دغه ولايت کې پرلپسې واورې اوري، چې له امله يې د دغه ولايت له يو شمېر ولسواليو څخه مرکز ته تللې لارې بندې شوې، او اوسېدونکي يې د درنو واورو تر شا بند پاتې دي.

د غزني د ځينو ولسواليو اوسېدونکي لا له وړاندې اندېښمن وو، چې بيا به واورې وو اوري، تر مرکزه تللې لارې به يې بندي شي او چارواکي به لاس تر زنې ناست وي، چې همداسې وهم شول.

په دغه ولايت کې له تېرو څو ورځو راهسې پرلپسې واورې اوري، چې له امله يې د ګڼ شمېر کليو لارې تر ولسواليو او د ولسواليو لارې تر مرکزه بندې دي.

ناور، ناوه، ګېرو، اجرستان، ماليستان،رشيدان، جاغوري او ځينې نورې هغه ولسوالۍ دي چې نه يې په تېرو يوولسو کاله کې تر ښاره راغلي سړکونه پاخه شول، او نه هم په ژمي د دغو ولسواليو پر خامو سړکونو، کوم ناروغ د ښار تر روغتون پورې رسېدلی دی.

د غزني اوسېدونکي وايي، دا دی سږ کال بيا لارې بندې شوې، او زړه ته يې نه لوېږي، چې سيمه ييز چارواکي دي يې د پسرلي تر لمر وړاندې له واورو پاکې کړي.

د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي، دا څو ورځې کېږي، چې د واورو او لارو بندېدو له امله ګيرو ته موټرو تګ بند شوی او د ده په ګډون د ګېرو ځينې نور اوسېدونکي د ښار په هوټلونو کې شپې تېروي.

دی وايي، دې ته يې وار نه دی خطا چې په ښار کې ايسار دی، وار يې دې ته خطا دي، چې که په کلي کوم ناروغ پېښ شي، تر روغتونه به څنګه رسېږي:

"دا څو ورځې مونږ دلې په هوټل کې اوسو، نه له دې خوا تلای شو نه له هغې خوا موټر راځي، لارې بندې دي، تقريبا اويا سانتي واوره شوې ده، يوه لاره هم نه ده پاکه شوې، ټولې لارې خامې دي، هلته روغتيايي اسانتاوې هم نشته."

د غزني يو بل اوسېدونکی وايي، خدای خبر پر لارو پرېوتې واورې به تر څه وخته پرته وي، او هغه کسان به ژمی څنګه تېروي، چې خوراکي مواد ور خلاص شوي وي.

دی وايي، نور له دولت څخه د لارو د پاکولو غوښتنه ورته بې ځایه ښکاري.

"زما نوم ثناالله، د غزني ښار اوسېدونکی يم، دا څو ورځې کېږي چې په غزني کې واوره پرلپسې اوري، د ځينو ولسواليو لارې تر غزني ښاره پورې بندې شوې دي. خلک روغتيايي مشکلات لري، خوراکي توکي نه شی رسولای، د مالستان، جاغوري، ناور، د قره باغ د ځينو سيمو او ګېرو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د غزني د فوايد عامې رييس انجينر قربان هم مني، چې دا مهال د غزني د مرکز او يو شمېر ولسواليو تر منځ غزېدلې لارې واورو بندې کړې دي.

دی وايي، مونږ له ځينو ادارو سره د لارو د خلاصولو په اړه قرار دادونه کړي، دي او هغوی راته ويلي دي، چې پرون يې د دوو ولسواليو لارې خلاصې کړې دي.

دی وايي، د غزني د څلورو پينځو ولسواليو تر مرکزه غزېدلې لارې اوس هم بندې دي.

"مونږ د ټولو ولسواليو د لارو قراردادونه خلکو ته ورکړي دي، قرارداديان اوس هم مصروف دي، تر اوسه د مالستان، قرباغ او جاغوري لارې خلاصې شوې دي، خو اوس هم ناور، اجرستان، رشيدانو او څلور پينځو ولسواليو لارې بندې دي."

انجينېر قربان وايي، مونږ يوازې د ولسوالۍ له مرکزه تر ښاره لارې پاکوو، او په هغو لارو کار نه لرو چې د کليو او ولسوالۍ تر منځ بندې وي.

خو د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون، بيا وايي، چې يوه لاره هم نه ده بنده، او خلک په اسانه توګه له ولسواليو تره ښاره او له ښاره ولسواليو ځي راځي.

تېر کال د غزني په ځينو ولسواليو کې د واورو او لارو د بندېدو له امله يو شمېر ناروغې ښځې او ماشومان د غزني روغتون ته پر لاره مړه شوي وو.

غزنی سږ کال د اسلامي هېوادونو د تمدن پايتخت ټاکل کېږي.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG