د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي


وروسته له هغې چې پاکستان د افغان سوداګرو شاوخوا درې زره کانټینره سوداګریز توکي ودرول؛ په کابل ښار کې د ځینو خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي.

د کابل ښار څو تنو اوسیدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر افغان دولت سخت انتقاد کوي؛ چې تراوسه يې د دې ستونزې د هواري لپاره اساسي اقدامات نه دي ګړي.

"۱- ګاز نشته، د تیلو بیه لوړې دي پاکستان پنځه ورځې لاره خلاصه وي او بیا یې بېرته تړي.

۲ـ زیات هېوادونه دي، افغان حکومت دې له هغوی واردات وکړي، که قمیتونه همداسې لوړ شول کېدای شي خلک مظاهرې هم وکړي.

۳- له یوې اونۍ راهیسې له ازبکستان څخه را واردونکي مالونه بند دي؛ دوی دغه کارونه د دې لپاره کوي، چې خپل مالونه پرموږ خرڅ کړي.

۴- د افغانستان دښمنان نه غواړي، چې زموږ هېواد په پښو وردېږي."


له بلې خوا د خوراکي توکو پلورونکي او ځینې دکانداران هم د کابل په بازارونونو کې د ځینو خوراکي موادو د بیو لوړېدل تاييدوي.

دوي وايي، پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو هغه مالونه درولي؛ چې له نورو هیوادونو افغانستان ته واردول.

دوی وايي، په دې توګه پاکستان هڅه کوي، چې افغان سوداګر یوازې له پاکستان څخه شیان واخلي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، چې د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو د مالونو د بندیو د ستونزې د هواري لپاره جدي اقدامات شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیداله غازي خیل ازادي راډيو ته وویل؛ چې د پاکستان د دې کار په عکس العمل کې افغانستان هم د پاکستانیو سوداګرو هغه ۶۰۰ سوه موټره مواد درولي دي؛ چې غوښتل يې د افغانستان له لارې تاجکستان او ازبکستان ته صادر کړي:

"دغه مساله ډېره جدي ده، موږ په دې اړه جدي اقدامات کړي او کوو یې، موږ په یوه هېواد باندې متکي نه یو، د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې زموږ سواګرۍ او تجارت باید د سیاستونو ښکار ونه ګرځي؛ افغانستان غواړي په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې شرقي اروپا او کلیدي هېوادونو ته خپل صادرات او واردات پراخ کړي."

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونې چارواکي خبرداری ورکړی، که د افغان سوداګرو ستونزې هوارې نه شي؛ نو خپلې سواداګریزي اړیکې به له پاکستان سره له منځه یوسي.

دوی همداراز ویلي، چې ملګرو متلونو ته به د پاکستان په اړه رسماً د شکایت لیک استوي؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، هڅه به وکړي چې له پاکستان سره دا ستوزه هواره شي.

د افغانستان د سوداګرې وزارت ویاند وايي؛ چې افغانستان دا مهال له قزاقستان، ایران، مالیزیا، دوبی، برازیل او ځنیو نورو هیوادونو سره تجارتي اړیکې لري او نه غواړي، چې له پاکستان سره خپلې تجارتي اړیکې ختمې کړي.
XS
SM
MD
LG