د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

"د بشري حقونو په خوندیتوب کې نړیواله ټولنه مهم رول لوبولای شي"


د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي؛ که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې ژمنې عملی کړي، نو په دې هیواد کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته بشري حقونه له ګواښ او ستونزو سره مخ نه شي.

د دې کميسیون مسوولین وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې لا وخت پاتې دی او نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع ادارې، د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان نوي خپور شوي راپور ته په کتلو بیل نظرونه لري.

د دې نړیوال سازمان کلني راپور د جمعې په ورځ خپور شو او په کې ویل شوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هیواد کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کېدای شي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی؛ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بشري حقونو په خوندیتوب کې نړیواله ټولنه مهم رول لوبولای شي.

د دې کمېسیون د کابل د دفتر مسوول شمس الله احمدزي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ که نړیواله ټولنه د هغو عواملو د له منځه وړلو کوښښ وکړي، چې له مخې یې بشري حقونو ته زیان رسیږي، نو د بشری حقونو په اړه اندېښنې په را کمې شي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په کلني راپور کې اداري فساد، د قانون نه عملي کیدل، کمزورې حکومتداري او له قوانینو سرغړونې هغه ټکي بلل شوي، چې افغانان یې له خپلو حقونو ناهیلې کړي دي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې اوس هم د بشر پر حقونو تیري کوونکو، جنګ سالارانو او مفسدو چارواکو ته په لوړو ځایونو کې دندې ورکړل شوي.

په راپور کې لیکل شوي، چې د افغانستان کمزوری قضايي سیسټم یو بل ګواښ دی؛ چې د نارینه وو په پرتله د ښځو حقونو ته په کې لږ پام کيږي.

یو شمېر حکومتي چارواکو ته مو په دې اړه ټلیفون وکړ او د دې راپور په اړه مو نظر ځني وغوښت، خو له ډیرو کوښښونو سره سره څوک خبرو ته حاضر نه شوه.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان دا مني؛ چې افغان حکومت د بشري حقونو ساتنې ته ژمن دی؛ خو وايي، چې په دولت کې دننه او دباندې داسي زورور کسان شته، چې د خلکو پر حقونو تیری کوي.

د دې سازمان رییس عبدالرحمان هوتکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس هم په هېواد کې د بشري د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی:

"د افغانستان حکومت ژمن دی او تعهدات یې سپارلي، چې په دې برخه کې به عملي ګامونه پورته کوي؛ اوس په د بشر د حقونو وضعیت یو څه د اندېښنې وړ دی؛ په مختلفو ولایتونو کې د بشر له حقونو څخه سرغړونه شوې ده."

د بشري حقونو د څارني د نړیوال سازمان په راپور کې د افغانستان په ګډون په ۲۰۱۲ کال کې د ۹۰ هیوادونو د بشري حقونو په اړه څېړنې شوي.

په دغه راپور کې پر وسله والو طالبانو هم انتقاد شوی؛ چې په خپلو حملو کې د ولسي خلکو ژوند ته پام نه کوي.

په راپور کې پر نړیواله ټولنه هم انتقاد شوی، چې د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره یې خپلې ژمنې کمې کړي دي.

که څه هم افغانستان د ښځو په ژوند کې پرمختګونه لیدل کیږي؛ خو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه په تیرو لسو کلونو کې هم په ملي او نړیواله توګه دارنګه اندېښنې ښوول شوي دي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG