د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

جوبایډن: د امریکا او روسیې ترمنځ جدي اختلافات موجود دي


د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ اختلافات څرګند وو.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جو بایډن، پرون (شنبه) د جرمني په مونیخ کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو دفاعي چارواکو او ډیپلوماټانو ته وویل:

"موږ په بیلابیلو مسالو کې لکه سوریه، د دفاعي سپر رامنځ ته کول، د ناټو پراختیا، ډیموکراسي او بشري حقونو کې له روسیې سره جدي اختلاف لرو. دا اختلافات واقعي دي، خو هڅه کوو، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د شریک کار لپاره فرصتونه پیدا کړو، چې وکولی شو، په نړیواله ټولنه کې زموږ د ګډو امنیتي ګټو په ګټه تمام شي."

بایډن زیاته کړه، چې د اټمي وسلو د زیرمو د کمولو، د سودګراۍ د زیاتولو او دوه اړخیزې هوساینې ته د رسیدو لپاره د پراختیا په شمول موږ ډيرې مشترکې ګټې لرو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د روسیې او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ پپر اختلافاتو ټینګار وکړ. لاوروف پر ناټو تورو ولګاوه، چې دا پوځي تړون، د امنیت د ښه کېدو په لټه دی که هغه د نورو د نا امنۍ په بیه هم تمام شي:

"روسیه د یوې ساده او رغونکې لارې وړاندیز کوي. یعنې روسیه له دې سره سلا ده، چې د امریکا متحده ایالتونه دې جدي ضمانتونه ورکړي؛ چې د توغندیو نړیوال دفاعي سیسټم یې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان هېڅ غړي هیواد له خطر سره نه مخ کوي."

د سوریې د کړکیچ په اړه هم د روسیې او امریکا ترمنځ اختلاف په روښانه توګه موجود وو.

خو وروسته جوبایډن او لاروف په جلا توګه خپلو کې وکتل او د مسکو او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

جو بایډن د مونیخ د کنفرانس ترڅنګ د سوریې د رژیم د مخالفو مشرانو سره هم وکتل او زیاته یې کړه، چې واشنګټن به د سوریې د حکومت د مخالفانو ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي د سوریې د حکومت د مخالف ایتلاف مشر معاذ الخطیب د ښه مشرتابه له کبله وستایه.

خو لاوروف وویل، چې د عربو د پسرلي او سوریې د کړکیچ په شمول مسکو په منځني ختیځ کې د پیښو سره د لویدیځ د چلن په اړه ډيرې پوښتنې لري.

روسیې د لویدیځو هیوادونو پر دې غوښتنه انتقاد کړی؛ چې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد څخه چې د روسیې ملاتړی دی؛ غواړې واک خوشې کړي.

وروسته له هغې چې روسي چارواکو د ډیموکراسۍ د پلویانو د زپلو لپاره نوی اقدامات پیل کړي؛ په ورستیو څو میاشتو کې د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي.
XS
SM
MD
LG