د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

"د درې اړخیزې غونډي په اړه هیله مندي"


په کابل کې د نن ورځې ورځپاڼو د یو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ خپلي لیکنې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ د درې اړخیزه غونډي، په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د قضایې مصوونیت او دغه راز د انتخاباتو مسالې ته ځانګړي کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکي ورځپاڼي لیکلي، چې لندن غواړي څو افغانستان او پاکستان ‌ډیر ژر د ستراتیژیکو همکاریو د قرارداد په اړه خبري پيل کړي.

ورځپانې د مطلب په دوام لیکلي چې ټاکل شوې ده د درې واړه هیوادونو مشران سبا ته په لندن کې په دریمه درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې و کړي.

ورځپاڼه د پاکستاني رسنیو په حواله زیاتوي چې، پاکستان به په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه یوه طرحه وړاندې کړي، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ذکر شوي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د درې اړخیزې غونډي په اړه د ولسمشر حامد کرزي د هیله مندي خبره یاده کړې او زیاتوي، چې دا خبرې به مثبتې نتیجې ورکړي.

په مطلب کې د دې غونډې په اړه د جمهور رییس په حواله زیاته شوې؛ چې دغه درې اړخیزه غونډه به د سولې د بهیر په ګړندي کولو او د ګډو امنیتي ګواښونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیر دولتي ورځپانې په خپل یوه مطلب کې په افغانستان کې امریکایې سرتیرو ته د قضایې مصوونیت مسالې ته اشاره کړې او زیاتوي، چې که چیرې افغان حکومت د امریکا د حکومت له دې غوښتنې سره موافقه وکړي؛ نو امریکایې سرتیري به د افغانستان نه بلکه د امریکا په محکمو کې محاکمه شي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي، چې په تیر یولسو کلونو کې امریکایې پوځيانو په افغانستان کې ډيرې تیر وتني کړي او هیڅ څوک نه دي توانیدلي چې هغوی مجازات کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکایي سرتیرو ته قضایې مصوونیت ورکول د افغانستان د ملي ګټو د تر پښو لاندې کولو په معنی ده.

ملي آرمان په خپل لومړي مخ کې د بلخ د والي عطا محمد نور په حواله لیکلي؛ چې وایي، په انتخاباتو کې د کاندیدیدو لپاره به له ښاغلي حامد کرزي سره تفاهم وکړي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام کې د نوموړي خبري راخیستي؛ چې له ولسمشر حامد کرزي سره د ښو اړیکو د درلودو په اړه یې کړي دي.

د ښاغلي نور د خبرو په دوام لیکلي، چې وایي، دی به د ولسمشر کرزي په ملاتړ هڅه وکړي چې، له مخالفو ډلو حتې له طالبانو او حزب اسلامی سره هم تفاهم وکړي.
XS
SM
MD
LG