د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۰

"په افغانستان کې د تيلو پر اخيستلو څارنه ګرانه ده"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ایرو ایشیا خپرونې د افغان ځواکونو لپاره له ایران څخه د اخیستل شویو تېل په اړه مطالب خپار کړي دي.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه په خپلې تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې مقاله خپره کړې؛ امريکايي چارواکي دا ضمانت نه شي کولی؛ چې ايراني تيل يې افغان ځواکونو ته نه دې اخيستي.

په دې ليکنه کې په افغانستان کې د امريکا د بيارغاونې د سرمفتش وروستي رپوټ ته اشاره شوې ده؛ چې وايي، په افغانستان کې د تيلو پر اخيستلو څارنه ګرانه ده او په کار ده چې دا ډاډ ترلاسه شي چې په امريکايي پيسو د ايران تيل نه اخيستل کيږي.

امريکا او نورو لويديځو هيوادو د ايران د اټمي پروګرام له امله پر دغه هيواد بنديزونه لګولي دي؛ په ځانګړې ډول د ايران د نفتو پر شبکو.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وينا اوس امريکايي ځواکونه پرته له دې چې پوه شي او يا وغواړي دغه بنديزونه تر پښو لاندې کوي.

دغه رپوټ يو ځل بيا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د تړونونو د تفتيش او څارنې اهميت په ډاګه کوي. ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د امريکا د بيارغاونې د سرمفتش د ادارې او همداراز نورو امريکايي ادارو شکايت دا دی، چې د افغان ځواکونو لپاره د سون د موادو په برخه کې داسې سم ګامونه نه دې اخيستل شوي، چې د سرغړونو مخه ونيول شي.

د امريکايي ځواکونو د روزنې د برخې قومانداني وايي، د حساب ورکولو په برخه کې بيلابيل اصول شته؛ چې يو يې هم دا دي، چې قراردادي شرکت بايد ضمانت ورکړي؛ چې د ايران تيل به نه اخلي.

ايروايشيا

ايروايشيا خپرونې بيا د همدې تيلو د خرڅلاو په اړه تر دې سرليک لاندې مقاله خپره کړې، ترکمنستان د ايران تيل پر افغانستان پلوري؟

د ايروايشيا په وينا په افغانستان کې د امريکا د سرمفتش په رپوټ کې ويل شوې دي چې د افغانستان تيل په ګاونډيو هيوادو کې تياريږي، نو ښايي ايراني هم پکې وي.

ايروايشيا په افغانستان کې د امريکا د سفير په وينا ليکي، که چيرته د افغانستان لپاره تيل په ترکمنستان کې ګډيږي او تصفيه کيږي، نو په هغه حالت کې خو ښايي ايراني تيل هم په کې وي.

خو د خپرونې په وينا هغه نفتي مواد چې د روسيې له تصفيه خانو ازبکستان او قزاقستان ته وړل کيږي او بيا افغانستان ته صادريږي، په هغو کې ګرانه ده، چې افغانستان ته تر تګ مخکې ايراني تيل يوځای شي.

ايروايشيا زياتوي، ټولو ته حتي هغو ډيپلوماټانو ته ګرانه ده؛ چې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې دی، چې پر دې پوه شي، چې ترکمنستان د امريکايانو پر سترګو لاس نيسي او د ايران تيل پر افغانستان پلوري.

د امريکا دفاع وزارت تيرکال اته سوه ميليونه ډالر په ترکمنستان کې ولګول، چې اکثر يې پر تيلو مصرف شول، خو دا به کله هم معلوم نه شي چې په دې کې څومره برخه د ايران وه.
XS
SM
MD
LG