د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

په کویټ کې له سوريي سره د سلګونو مليون ډالرو مرستو ژمنې وشوې


د کويت په کنفرانس کې، چې د ملګروملتونو په تاريخ کې د بشري مرستو تر ټولو لوی کنفرانس بلل شوي
د کويت په کنفرانس کې، چې د ملګروملتونو په تاريخ کې د بشري مرستو تر ټولو لوی کنفرانس بلل شوي
پرون په کويټ کې د سوريې له بحران ځپليو سره د مرستو په نړېوال کنفرانس کې د سلګونو مليون ډالرو مرستو ژمنې وشوې.

د ملګروملتو سرمنشي د کنفرانس په پاي کې د مرستو په اړه وويل چې دا مرستې د دوي تر توقع زياتې دي.

د کويت په کنفرانس کې، چې د ملګروملتونو په تاريخ کې د بشري مرستو تر ټولو لوی کنفرانس بلل شوي، کوربه هېواد کويت درې سوه مليون ډالره مرسته وکړه.

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون وايي، له سوريې سره د بشري مرستو په کنفرانس کې تر يو نيم مليارد ډالره لومړني هدف زياتې مرستې وشوې.

بانکي مون دا خبره پرون په کويت کې يوې خبري غونډې ته وکړه.

په دغه هيواد کې د شپېتو هيوادونو استازي د مرستو په کنفرانس کې راټول شوي ول، سرمنشي په خپلو خبرو کې د سوريې د بشري وضعيت په اړه وويل:

«په تېرو ۲۲ مياشتو کې تر شپېته زره زيات خلک وژل شوی. زه په خپله په دې دردېږم چې کله په دې فکر کوم چې که موږ دا وضعيت ژر تر ژره پاي ته ونه رسوو، څومره نور کسان به په راتلونکو ورځو، اوونيو او مياشتو کې ووژل شي.»

ملګروملتو د سوريې د دوه ويشت مياشتني کړکېچ له شاوخوا پنځه مليونه اغېزمن شويو خلکو او په ګاونډيو هيوادونو کې له شاوخوا اووه لکه کډوالو شويو سره د نژدې يو نيم مليارد ډالرو مرستې د ترلاسه کولو هيله لرله.

سرمنشي وويل، مرستې شمېرل کېږي، چې دقيق شمېر يې څرګند شي.

ده همدا راز وويل، چې د کويت غونډه د ملګروملتو په تاريخ کې د بشري مرستو تر ټولو لوی کنفرانس و.

بانکي مون وويل، ملګري ملتونه به دا يقيني کړي چې دا مرستې په ډېر موثر ډول استعمال شي.

د ده په وينا په دې ژمنو د سوريې خلکو ته دا پيغام ورسېد چې دوي يوازې نه دي.

په دغو پيسو کې يو مليارد هغو سوريه والو ته ځانګړي شوي چې ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شوي او پنځه سوه مليون ډالره نور په سوريه کې دنهه د کورنيو بې ځايه شويو لپاره دي.

د ملګروملتونو سرمنشي وويل، پنځه سوه مليون ډالره به د ملګروملتو د شريکو موسسو له لارې په سوريه کې ووېشل شي او ټولې مرستې د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره دي،د کويت د بهرنيو چارو مرستيال وزير شيخ صباح خالد الصباح وويل:

«هغو هيوادونو ته لارې پرانستې دي چې تراوسه يې د مرستې ژمنه نه ده کړې.»

له سوريې سره د مرستو په کنفرانس کې کوربه هيواد کويت درې سوه مليون ډالره مرسته وکړه، همدومره مرسته سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم اعلان کړه.

اروپايي اتحاديې او د امريکا متحدو ايالتونو د څلور سوه مليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

روسيې او ايران، چې د سوريې د ولسمشر بشار اسد کليدي متحدان دي، هم د کويت په کنفرانس کې ګډون کړي و.

د سوريې د حکومت د مخالفانو مشر پرون وويل چې د بشار اسد له رژيم سره په مشروط ډول خبرو ته تيار دي.

د سوريې د ملي ايتلاف مشر موعظ الخطيب دا حيرانوونکي اعلان وروسته له دې وکړ، چې د سوريې لپاره د ملګروملتو خاص استازي اخضر ابراهيمي وويل، جګړه د وحشت بې ساري حد ته رسېدلې ده.

له بلې خوا د دې اندېښنې په ترڅ کې، چې ممکن د سوريې کيميايي وسله د لبنان حزب الله شيعه ډلې ته په لاس ورشي، اسراييلي ځواکونو د سوريې او لبنان پولې ته نژدې پر يوه کاروان بمباري وکړه.
XS
SM
MD
LG