د امریکا سنا، جان کری د دې هېواد د بهرنیو چارو د نوي وزیر په دندې تائید کړ، کري چې د مسیچوسیت ایالت سناتور و، په ۲۰۰۴ م کال کې یي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي بری نه و حاصل کړی، د سې شنبې په ورځ یي په سنا کې ۹۴ موافقې او ۳ مخالفې رايي خپلې کړې او د هیلري کلنټن پر ځای د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په دندې وټاکل شو.
۶۹ کلن کري، چې د امریکا په سنا کې ډموکرات سناتور او د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس و، ۲۸ کاله یي خدمت کړی او د دواړو اړخونو یعنې ډموکراټانو او جمهوریت غوښتونکو په خوي او نظریاتو ښه پوهیږي.
جمهو ررئیس بارک اوباما په یوه بیان کې وویل:
"جان د نړۍ د مشرانو درناوی تر لاسه کړی او په سنا کې یي د ډموکراټانو او جمهوریت غوښتونکو اعتماد هم حاصل کړی دی.
زه باور لرم، چې دی به د بهرنیو چارو فوق العاده وزیر وي.
دا چې موږ په راتلونکو کلونو کې د امریکا مشرتابه ډاډمن کوو او د یوه غښتلې هېواد په توګه خپلې ګټې او ارزښتونه پر مخ وړو، زه د ده مشورو او ملګرتیا ته سترګې په لار یم."
جان کري چې کله د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، په ۲۰۰۹ کال کې یي د افغانستان د جمهوري ریاست په ستونزمنو انتخاباتو کې یي زیاتې هلې ځلې وکړې او د سنا استماعیه غونډې ته یي په ډاګه وویل، چې د ۲۰۰۹ م کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې له ستونزو ډک وو، چې واک ته ورسیږې، خو بیا به هیڅکله دا کار تکرار نشي.
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی عمر شریفې وایي، د ۲۰۰۹ م کال او ۲۰۰۴ م کال انتخابات به زیات توپیر ولري او د امریکا مرسته یا مداخله به د انتخاباتو په څرنګوالې پورې اړه ولري:
"په مجموع کي فضا توپیر لري. لوبغاړې هم تر ډېره حده متفاوت دي.
زما په فکر، کومه ونډه چې امریکایانو د ۲۰۰۹ م کال په انتخاباتو کې درلوده، که څه هم چې تائید شوې نه ده او کیدای شي د انتخاباتو په اړه له افغانستان سره د امریکا یو غیر منظم سیاست و، او داسي کوم سند هم نشته چې هغوي دي د کوم مشخص کاندید ملاتړ کړی وي، خو زما هیله داه چې داسي څه باید د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو ونشي.
د ۲۰۰۹ م کال د انتخاباتو نتیجې په مجموع کي ښې نه وي."
ښاغلی شریفې وایي، د افغانستان په انتخاباتو کې د جان کری او یا امریکا دخالت به ددي هیواد د سیاسي پرمختګونو سره تړاو ولري.
په دی معنې چې ایا په انتخاباتو کې به کاندیدان نږدي پر مخ لاړ شي او که د یوه سیاسي تفاهم له لارې به یو کاندید رامخ ته کیږي.
د شریفې په باور، د جان کري ونډه به د تفاهم په پروسې کې برجسته او پیاوړي وي.