د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې


د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د افغانستان د بشري حقونو او ډموکراسۍ سازمان په هېواد کې د پیښو څخه د مخنیوي په خاطر له یاده ولو لومړي ګام تر عنوان لاندې د خاطراتو صندوق نندارتون نن په کابل کې جوړ کړ. د دغه سازمان اجرایوي مشر خدا داد بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه نندارتون د دوه ورځو لپاره دوام مومي او هدف په افغانستان د جنګ قربانیانوته درناوی دی. په دغه نندارتون کې د جګړې د قربانیانو سل تنو خپلوانو خپل د خاطراتو صندوقونو ته نندارې ته کیښودل. په همدې حال کې د بشري حقونو کمیسیون مشرې سیما ثمر او په ولسي جر ګه د بدخشان خلکو استازې فوزیه کوفي په هېواد کې د داډول نندار تونونو جوړول ګټور بولي. سیما ثمر وايي، چې له طالبانوسره د یو شمېر مظلومو کسانو یوځای کیدلو یواځینې لامل په هغوي کې د انتقام اخیستلو حس دی.

XS
SM
MD
LG