دا ځل د څرخي پله په زندان کې هغو بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی، چې وایي له څو میاشتو راهیسې په ناحقه کوټه قلفي شوي دي.
دغو بندیانو د څرخي پله له زندان څخه پر ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل، چې وهل ټکول شوي، انساني حقوق یې نه دي ورکړل شوي او د قانون خلاف له یوولسو میاشتو راهیسې په کوټه قلفۍ کې په سختۍ ژوند تیروي.
له دې بندیانو څخه دوو تنو یې چې وایي، له څو ورځو راهیسې یې شنډې ګنډلي ازادي راډیوته خپل شکایتونه بیان کړل:
"زه عبدالصبور فولاد خبرې کوم، موږ نهه تنه بندیان په درېیم بلاک کې له یوولسو میاشتو راهیسې د بشري حقونو د اصولو او نورو قوانینو خلاف په تشنابونو کې کوټه قلفي شوي یو.
موږ له تیرو اتو ورځو راهیسي د خپلو قانوني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی".
"موږ شنډې ګڼدلي او اعتصاب مو کړی تر اوسه زه دوه ځلې بې هوښه شوی یم.
موږ په تشنابونوکې کوټه قلفي یو او همدا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم هم شنډې مې ډیر خوږیږي".
دغو بندیانو له ملي شورا، د بشري حقونو له ارګانونو، مدني ټولنو او اړوندو حکومتي ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د دوي وضع له نږدې وګوري او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي.
د څرخي پله په زندان کې تردې وړاندې هم کله نا کله د بندیانو د ستونزو او د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب راپورونه خپاره شوي، په دې زندان کې بندیان وایي، چې ستونزې یې ډیرې دي او لکه څنګه چې لازمه ده چاه ورته پاملرنه، نه ده کړې.
خو د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو عمومي رییس جنرال امیرمحمد جمشید دا ډول څرګندونې نه مني، ده وویل، چې دغه بندیان د زندان له بهره اعتصاب کولو ته هڅول شوي:
"دا هغه کسان دې چې هر بلاک ته ورځي جنجال جوړوي، مخکیني بلاک یې ستونزې پیدا کړې نو ځکه مو د قانون پراساس دریم بلاک ته راوستل.
دوي غواړي چې بیرته خپلو پخوانیو ملګرو ته ورشي او موږ د قانون له مخې دا اجازه نه ورکوو.
دوي بې ځایه غوښتنې لري نوره هیڅ خبره هم نشته".
جنرال جمشید وویل، د بشري حقونو سازمانونه، مدنې ټولنې او د ملي شورا غړي کولای شي د څرخي پله زندان ته ولاړ شي او له نږدې نه له دې بندیانو سره وګوري.
خو د بشري حقونو ارګانونه هم په څرخي پله او نورو زندانونوکې ستونزې او د بندیانو ناسم حالت ته اندیښمن دي.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل آزادي راډیو ته وویل چې ددې اعتصاب کوونکو او نورو بندیانو د ستونزو په اړه به دوی ډیر ژر لازم اقدامات وکړي:
" په دې هکله به مونږ هم د محبوسینو له ادارې سره او هم به د ملي شورا له غړو او نورو اړوندو ادارو سره خبرې کوو.
د دوی چې کومې قانوني غوښتنې دي هغه به مونږ له چارواکو سره شریکې کړو،دا زمونږ دنده ده او کول او نه کول یې بیا د چارواکو کار دی".
د افغانستان په زندانونوکې د بندیانو د شکنجې،وهل ټکول او زور زیاتي په اړه څو ورځې مخکې په کابل کې د ملګروملتونو سازمان هم یو راپور خپور کړ چې له سلګونو بندیانو سره د مرکو پر اساس برابر شوی وو.
که څه هم دا راپور د افغان امنیتی چارواکو لخوا ناسم او له مبالغې ډک وبلل شو خو په ملي او نړیواله سطح یې ډیرې اندیښنې را وپارولي.