د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

"افغان حکومت ته دې د کام ایر هوايي شرکت په اړه شواهد وسپارل شي"


له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانستان د وزیرانو شورا تیره ورځ په کابل کې د امریکا د سفارت له لارې د متحده ایالاتو له پوځ وغوښتل، چې پر کام ایر هوايي شرکت باندې د نشه يي موادو د قاچاق د تور په باب افغان حکومت ته اسناد او شواهد وسپاري.

د افغانستان د وزیرانو شورا په خپله غونډه چې پر کام ایر د لګیدلي تور په اړه په کې غور و بحث وشو، وویل چې د امرکا پوځ ته پکار وه، چې په رسنیو کې د دې ادعا د مطرح کولو دمخه يې په اسنادو او شواهدو سره له افغان حکومت سره دا موضوع شریکه کړی وای.

والسټریت ژورنال ورځپانې تیره جمعه د امریکا د پوځ په حواله وویل، چې کام ایر خصوصي هوايي شرکت په ملکي پروازونو کې ګاونډي تاجکستان ته لویه اندازه اپیوم انتقالوي.

د امریکا پوځ په دې لړ کې کام ایر د خپلو سترو قراردادیانو له لست څخه هم ایستلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د امریکا له سفارت غوښتي چې پر کام ایر باندې د مخدرو موادو د قاچاق د تور په اړه دې امریکايي پوځ افغان حکومت ته اسناد او شواهد وړاندې کړي.

د ارګ د اعلامې له مخې پر کام ایر د امریکا د پوځ له خوا د نشه يي موادو د قاچاق د ادعا د نه ثابتیدو په صورت کې باید د دې خصوصي هوايي شرکت حیثیت اعاده شي او د امریکا پوځ يې مالي زیان جبران کړي.
XS
SM
MD
LG