د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

کابل ښاریان د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي


سره له دې چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د انټرنټ د بیې د ټیټوالي په هکله خلکو ته ډاډ ورکوي؛ خو خلک بیا د انټرنټ له ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاخوا درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ؛ چې د انټرنټ بیې یې اویا سلنه راټیټې کړې دي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي، له کله نه چې د انټرنټ بیې راټیټې شوي، نو کیفیت او سرعت یې خراب شوی دی.

د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکي وایي، مخکې هم د انټرنټ کیفیت دومره ښه نه وو خو کله چې یې بیې راټیټې شوې نو کیفیت یې نور هم خراب شو.

"۱:- زما نوم رشاد دی. د انټرنټ بیه ډیره لوړه ده، خو کیفیت یې ډیر ټیټ دی. په نورو هیوادونو کې هم بیه ټیټه وي او هم کیفیت لوړ وي، خو دلته بیه ډیره لوړه ده او کیفیت یې ټیټ دی.

۲:- زما نوم ذبیح الله دی. زه له تري جي انټرنټ نه کار اخلم، بیه یې ډیره ښه ده، خو یو شی چې زه غواړم بدلون په کې راشي، دا دی، چې کیفیت یې ښه شي."


مخکې تر دې هم د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو د کمزوري انټرنټ له امله شکایت کاوه.

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوزۍ وزیر ټولو هغو کسانو ته ډاډ ورکوي؛ چې له انټرنټي خدماتو برخمن دي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین ازادي راډیو ته وویل؛ چې ډیر ژر به د انټرنټ کیفیت هم لوړ شي.

"دا ټکی زما لپاره هم جالبه دی، ځکه دا مساله باید بلکل سرچپه وي، اوس چې بیه راټیټه شوه نو باید چې کیفیت لوړ شي.

په دې برخه کې به موږ جدي څیړنه وکړو، چې دا ولې داسې موضوع ده.

زه خپلو خلکو ته سل په سلو کې ډاډ ورکوم؛ چې انشاالله په هغو سیمو کې چې دا ستونزه حل کړو او ډیر ژر به بیې نورې هم راټيټې او کیفیت به یې لوړ شي."


په دې وروستیو کلونو کې د انټرنټ کاروونکي په هیواد کې ډیر شوي دي او دا مهال د "تري جي" تر نامه لاندې درې خصوصي مخابراتي شبکې خلکو ته د انټرنټ خدمات وړاندې کوي.

د دې خصوصي شبکو تر څنګ یو شمیر نور خصوصي او دولتي شرکتونه هم خلکو ته انټرنټي خدماته وړاندې کوي؛ خو د دومره انټرنټي شرکتونو له موجودیت سره سره لا هم خلک د انټرنټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

دا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به د انټرنټي خدماتو د کیفیت د لوړولو په برخه کې د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او کنه دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG