په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په دوام دا ځل یوه نجلۍ د خپل ماما د نفساني خواهشاتو ښکار شوې ده.
دغه نجلۍ زینب نومیږي او وايي، د خپل ماما له لوري ورباندې په یوه کادانه کې جنسي تیری شوی دی.
دا وایي، چې مور یې دیته اړ ایسته څو له یو سړي سره چې عمر یې ډیر لوړ وو واده وکړي، خو دې او پلار یې نه غوښتل چې دا واده وشي او د خپل پلار په غوښتنه یې دا واده رد کړ.
زینب وایي، چې له دې واده نه د تیښتې لپاره د خپل ماما کور ته لاړه، خو نه پوهیده چې ماما یې څه ورسره کوي.
هغې په ډیر خپګان سره په هغې د تیر شوي حالت کیسه راته وکړه.
"د ماما د کور ټول کارونه مې کول او دا کار یې په ژمي کې وکړ.
ښايي له مخکې به یې دا ډول کار په زړه کې وو، خو زه نه ورباندې پوهیدم کور کې به یواځې وم.
هیڅ پوه نه شوم، چې ماما مې څنګه راغی، زما لاس یې ونیوه او په زور یې تیرې راباندې وکړ.
درې ځله یې جنسي تیرې راباندې وکړ."
وروسته تردې چې په زینب یې ماما جنسي تیری کوي، بیرته د خپل مور او پلار کور ته ورځي او څه موده وروسته د ترور زوی سره چې په ایران کې ده واده کوي.
دا وایي، اوه میاشتې یې له خپل خاوند سره تیرې کړې او بیا یې خاوند د کار لپاره ایران ته تللی، خو یو ځل بیا د خپل لیوره د نفساني غوښتنو ښکار کیږي.
دا وايي، چې دا ځل یې لیوره ورباندې جنسي تیری وکړ او دا هم له دې کار نه د نجات لپاره دولت ته مخه کوي.
خو کله چې دا دولت ته د خپلې ستونزې په هکله شکایت کوي، نو خاوند یې له ایران نه بیرته راځي د دې مور و پلار وژني او بیا تښتي.
د دیني چارو یو کارپوه مفتي شمس الرحمن فروتن وايي، که دولت د دارنګه پيښو عاملینو ته له قانون سره سمه سزا ورنه کړي، نو دارنګه پيښې به لا زیاتې شي:
"دا چې دا مهال په یوې ښځې یا جلی جنسي تیری کیږي د اسلام د مقدس له نظره هم یو حرام عمل دی او مرتکب یې باید سزا وویني.
که چیرې عدلي او قضایي ارګانونه په دې ډول مجرمینو قانون او اسلامي شریعت عملي نه کړي نو دا بیا نورو جنایتکارانو او وحشي صفته انسانانو ته جرات ورکوي چې د خلکو په ناموس، مال او ځان باندې تیری وکړي."
زینب د فاریاب ولایت اصلي اوسیدونکې ده او دا مهال د ورپیښې ستونزې له امله په کابل کې د ښځو لپاره د امن په یوې خونې کې ژوند کوي.
هغه له دولت نه غواړي، چې د هغې ماما او خاوند ته سزا ورکړي:
"باید خاوند او ماما مې ونیول شي او سزا ورکړي څو زما زړه ورباندې یخ شي.
باید دولت زما ملاتړ وکړي ځکه زما له لاس نه هیڅ کار هم نه کیږي.
مور او پلار مې نه وو راسره یواځې یوه نجلۍ وم او هیڅ کار مې هم نشو کولای."
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو ځیني فعالانې د دې عمل د غندلو تر څنګ وایي، چې دا په افغانستان کې لومړی ځل نه دی چې له یوې میرمنې سره دا ډول چلند کیږي.
ملالۍ شینوارې وایي، چې باید د دې کار د مخنیوي لپاره په ولایتونو کې د ښځو د حقونو د ملاتړ ادارې ډیرې شي:
"په افغانستان کې لا هم د ښځو او یو شمېر نجونو حقونه تر پښو لاندې کیږي، امکانات نه لري چې خپل غږ اوچت کړي.
باید د ټولو ستونزې د هغوی په خپلو سیمو کې حل شي موږ نشو کولای چې دلته په کابل کې د کنفرانسونو او غونډو له لارې د افغانستان د ټولو ښځو په زوند کې بدلون راولو.
ښه به دا وي چې کلیو او بانډو ته مراجعه وشي او هلته هم د ښځو حالات وڅیړل شي."
په افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې جنسي تیری نوې خبر نه ده، بلکې مخکې تر دې د دارنګه پيښې راپورونه ورکړل شوي دي.
شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په هرات کې امنیتي ارګانونو ادعا وکړه چې یو سړی یې له خپلې لور سره د نامشروع اړیکو د لرلو په تور نیولی دی.
راپور: جمیله ظریف