په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، چې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته له امریکا پرته د ناټو د نورو غړو هیوادونو د یو شمیر عسکرو د پاتې کیدو لپاره هم له افغان حکومت سره یوه موافقه لیک ته اړتیا ده.
موریتس یوخیمز له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل؛ چې د ناټو په چوکاټ کې به هم له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې یو شمیر عسکر پاتې وي خو جنګي رول به ونه لري.
ښاغلی یوخیمز وايي، د سولې په اړه د افغانستان د سیاسي مشرانو وروستي تماسونه د پخلاینې په اړه یوه ښه نخښه ده.
د ناټو له ملکي استازي موریتس یوخیمز سره په دې اړه مرکې ته پام وکړئ چې زموږ همکار احمدزبیرژمن ورسره کړې ده:
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی موریتس یوخیمز ډیره مننه چې موږ ته مو د مرکې وخت راکړ؛ که په لومړي سره کې د امنیت د انتقال د پروسې په اړه سره وغږیږئ، امریکا د جمهور رییس حامد کرزي په وروستي سفر کې جمهور رییس بارک اوباما اعلان وکړ؛ چې امنیت به په راتلونکې پسرلي کې افغان ځواکونو ته انتقالیږي، یعنې څو میاشتې مخکې له هغې چې پخوا ټاکل شوې وه؛ ایا دا پریکړه به له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په پروسې څه تاثیر ولري؟
ځواب: له ټولو لومړی، مننه چې زه مو را بللی یم. ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید وایم، په حقیقت کې دا به په هغو توافقاتو کوم لوی تاثیر ونه لري، چې ناټو او افغان حکومت ترسره کړي دي، ځکه د انتقال په دورې په دوه زرو لسم کال کې په لیزبن کې موافقه وشوه؛ چې د دوه زرو څوارلسم کال تر پایه به بشپړیږي او دا هم د دې پلان یوه برخه وه؛ چې د روان کال په نیمايي کې به په ټول افغانستان کې افغان ځواکونه د ټولو پوځي عملیاتو رهبري پر غاړه اخلي؛ نو په دې توګه په دې اعلان کې څه نوې خبره نشته.
پوښتنه: له دې سفر وروسته جمهور رییس کرزي په خپل یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې د طالبانو په اړه د امریکا نظر بدل شوی دی او د انتقال له پروسې وروسته به امریکا طالبانو ته د جنګي عنصر په توګه نه ګوري، په کابل کې د امریکا سفیر هم وویل؛ چې که د سولې پروسه کامیابه نشوه، له طالبانو سره د جګړې پر مخ وړل د افغان ځواکونو کار دی، په دې اړه د ناټو نظر څه دی؟
ځواب: مننه، د طالبانو په وړاندې د ناټو او امریکا په نظر کې هم کوم بدلون نه دی راغلی؛ ځکه لکه څرنګه چې مخکې مې وویل، موافقه همدا شوې چې د دوه زور څوارلسم کال تر پایه به افغان ځواکونه رامخې ته کیږي او ناټو به له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته هم پاتې کیږي؛ خو یوازې مشورتي، روزنیز او مرستندیه رول به لري.
نو څرګنده ده که هغه وخت له طالبانو سره جګړه لازمه وه البته موږ هیله لرو؛ چې هغه وخت به ورته اړتیا نه وي، خو له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته له طالبانو سره جګړه د افغان ملي امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.
پوښتنه: نو ایا طالبان به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د ناټو دښمنان و اوسي؟
ځواب: هوکې، بیا هم وايم چې ناټو به د جنګي عملیاتو یوه برخه نه وي، نو د ناټو په توګه به موږ له طالبانو سره په جګړه کې نه یو،خو زموږ روزنیز او مشورتي ځواکونه به چې شمیر به یې له اوس څخه ډیر کم وي، ددې حق ولري چې پر دوی د حملې په وخت کې له ځان څخه دفاع وکړي.
پوښتنه: افغان او امریکايي چارواکي په یوه امنیتي تړون کار کوي چې که لاسلیک شي نو یو شمیر امریکايي عسکرو ته به په افغانستان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړي، خو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته په عمومي توګه په افغانستان کې د پوځي حضور په اړه د ناټو دریځ څه دی؟
ځواب: هوکې مننه، له امریکا پرته د ناټو نور غړي هیوادونه هم په حقیقت کې دې ته اړتیا لري چې له افغانستان سره دارنګه تړون وکړي، که چیرې یې عسکر له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د روزنې او مشورې لپاره پاتې کیږي. نو دوی هم د عسکرو د پاتې کیدو د څرنګوالي په اړه تړون ته اړتیا لري،موږ به په دې اړه د هغه څه په رڼا کې مذاکرات وکړو د څه په اړه چې د امریکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ مذاکرات کیږي.
پوښتنه: نو دا په دې معنی چې د ناټو تر ماموریت لاندې به هم یو شمیر ځواکونه پاتې کیږي؟
ځواب: هو، خو د ناټو ماموریت به له اوسني ماموریت سره توپیر ولري، لکه مخکې مې چې وویل، جنګي نه بلکې د روزنې رول به ولري او شمیر به یې ډیر کم وي، خو دقیق شمیر به یې په راتلونکو څو میاشتو کې روښانه شي، ځکه زه فکر کوم چې په څو اونیو کې به امریکا د خپلو پاتې کیدونکو عسکرو شمیر معلوم کړي او بیا به د ناټو نور غړي هیوادونه.
پوښتنه: څه فکر کوئ، هغه رول چې ناټو به یې په راتلونکې کې ولري، د ځینو هغو اندنیښنو مخه به ونیولای شي چې افغانان یې لري، لکه ځینې خلک فکر کوئ چې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته کورنۍ جګړې ونشي، یا وسلوال مخالفین لا پیاوړي نشي؟
ځواب: نه زه فکر کوم چې ددې پلان نظریه چې د افغان حکومت او ناټو ترمنځ پرې توافق شوی چې افغان ملي امنیتي ځواکونه دې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د ټول افغانستان امنیت پرغاړه ولري، دا د هغه څه یوه برخه ده چې موږ یې امنیتي انتقال بللی شو، خو په عین وخت کې موږ سیاسي انتقال هم لرو، یعنې ایا انتخابات به داسې نتایج ولري چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي، دا تر ټولو لومړی د افغانستان د مشرانو او خلکو مسئولیت دی، موږ په دې اړه خوشبین یو، خو باالاخره دا خپله د افغانانو مسئولیت دی نه د ناټو. موږ د کورنۍ جګړې او یا د کورنۍ جګړې د نه کیدو مسئول نه یو، دا د افغانانو په تصمیم پورې اړه لري.
پوښتنه: خو فرض کړئ له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د افغانستان وضعیت لا پسې خراب شي، نو د یوه ملګري په توګه به یې په مخنیوي کې د ناټو رول څه وي؟
ځواب: لکه چې ما مخکې وویل ناټو به له دوه زرو څوارلسم نه وروسته یوازې روزنیز او مشورتي رول ولري. زه ستا په پوښتنې پوه شوم، خو موږ له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د وضعیت په اړه ډير بد بینه نه یو، ځکه د امنیت د انتقال پروسه ښه روانه ده، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه دواړه پولیس او اردو تراوسه پورې ښه روزل شوي دي او موږ دوه کاله نور هم لرو. او له هغې وروسته به د روزنې په برخه کې د ناټو ځینې مرستې هم جریان ولري.
پوښتنه: تاسو له وسلوالو طالبانو سره د سولې لپاره روانو هڅو ته څومره هیله من یئ؟
ځواب: هو اصلاً د سولې مذاکرات د افغانانو په مشري یوه پروسه ده، نو زه فکر کوم، چې افغان مشران په دې اړه قضاوت کولای شي چې موږ دې پروسې ته هیله لرلای شو او که نه.
دا حقیقت چې په دې اړه بحثونه پیل شوي دي، دا یوه مثبته نښه ده. خو بالاخره د افغانستان د سیاسي مشرانو وروستي تماسونه د هیله مندۍ یو دلیل دی، دغه تماسونه تر هغې چې په دوه زرو اتم کال کې موږ لیدلي و، بیخي زیات شوي دي.
پوښتنه: د ناټو رول د سولې په پروسه کې څه کیدای شي، ځکه وسلوال طالبان ادعا کوي چې افغانستان بهرنیانو اشغال کړی دی او ویلي یې دي، چې غواړ مخامخ له بهرنیانو سره خبرې وکړي، نو ستاسو رول څه کیدای شي؟
ځواب: هو زه ستاسو په پوښتنې پوه شوم. زما له نظره دا یوه ښه پوښتنه ده. خو لکه څرنګه چې ما وویل او دا د افغان حکومت دریځ هم دی، چې پخلاینه باید د افغانانو ترمنځ یوه پروسه و اوسي او د افغانانو په مشرۍ و اوسي.
په حقیقت کې دا د ناټو په ډیره ګټه ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې بریالۍ شي. نو چیرته چې موږ مرسته کولای شو، موږ به یې وکړو خو ناټو پکې مخکښ رول نه لري.
یوازینې نړیوال سازمان چې کولای شي د سولې له پروسې سره د مرستې او هغې ته د اسانتیاوو د برابروولو په برخه کې مخکښ رول لوبولی شي، هغه ملګري ملتونه دي. ناټو تر ډیره د امنیتي پروسو مسئولیت لري.