د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه راټیټه شوې ده


د طالبانو د رژیم له سقوط څخه وړاندې افغانستان د نړۍ یو هغه هیواد وو؛ چې په کې د ماشومانو د زیږون شمیر ډیر لوړ وو او په کې د میندو د مړینې کچه تر ټولې نړۍ لوړه وه. خو په تیرو یوولسو کلونو کې د ولادتونو په شمېر او د میندو په مړینه کې ډیر کمې راغلی دی.

د امریکایي ورځپاني USA- Today په حواله په متوسطه توګه په نولس سوه نویمو کلونو کې تمه کیده؛ چې یوه ښځه دې په خپل ټول ژوند کې اته ماشومان ولري، خو په دوه زرم کال کې دا رقم شاو خوا شپږ ته ورسیده او په دوه زره یوولسم کال کې نیژدي پینځو ماشومانو ته راټیټ شو.

"پټرک ګیرلنډ" چې د احصایې په برخه کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کار کوي؛ دې ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې تاسو د نجونو یو نوی نسل وینی، چې خپل ودونه یې د څو کلونو لپاره ځنډولی دي. خو کارپوهان وایي، د میندو او ماشومان د مړینې د کمیدو یو علت افغانستان ته د ناټو غړو هیوادونو له خوا د مرستو رسیدل، د روغتیایي خدمتونو ډیریدل او د کورنۍ پلان یا د دوه ماشومانو تر منځ د وقفی په اړه خلکو ته د خدمتونو رسول دي.

بل علت یې دا دی، چې د طالبانو د رژیم له سقوط سره ښځو ته د کار او تعلیم لاره هواره شوه او دا دې سبب شو، چې ښځې لا ډیر تعلیم وکړي او د خپل ګډ ژوند په اړه فیصله وځڼدوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تیرې پینجشنبي په ورځ په خپلې تلویزیوني وینا کې وویل:

"په دیارلس سوه یو اتیایم کال کې له هرو یو لک ښځو څخه چې ماشومان یې زیږول، اتلس سوه تنه یې مړې کیدې، خو نن د مربوطو موسسو له تدابیرو سره دا شمیر درې سوه اوه ویشتو ته راټیت شوی دی."

ولسمشر کرزي په خپل دې راډیویې پیغام کې دا یو ډیر ښه او هڅونکی پرمختګ وباله او ویې وویل، موږ ته په کار ده، هڅه وکړو، چې حتي یوه مور هم د زیږون په وخت کې مړه نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د احصایې یو متخصص، کارل هاب وایي، افغانستان په رښتیا هم داسې یو هیواد دې چې د بدلون په لور روان دی. دا په رښتیا هم چې ډیر چټک بدلون دی. افغانستان تر دې دمخه د اساسي روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې و؛ خو اوس په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه پراخ شوي دي.

ګیرلند بیا وايي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له کمیدو سره دا اندیښنه شته چې دا هیواد یو ځل بیا د طالبانو په شان د یوه محافظه کار فکر خواته ولاړ نه شي.

یو راپور چې د "پرنسټن" په پوهنتون کې د "لیختن شټاین" د موسسې له خوا د افغان ښځو په اړه برابر شوی په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کوي.

په راپور کې همداشان راغلي که چېرته همدا اوسنی تمایل د افغانستان په یوه دوه نورو نسلونو کې دوام وکړي؛ نو بیا به دا ډیره ګرانه وي، چې افغانستان یو ځل بیا په شاه تګ وکړي.

په راپور کې ویل شوي، تاسو تر راتلونکو شلو کلونو پورې یوه کلک بدلون ته اړتیا لری؛ ځکه د افغانستان په شان هیواد لا هم په نورو بیلابیلو برخو کې له ننګونو یا چلنجونو سره مخامخ دی.
XS
SM
MD
LG