د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ګردېز: ښاريان د موټرو د تمځايونو د جوړېدو غوښتنه کوي


ګردېز ښاريان شکايت کوي، چې په ښار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې د زياتوالي او د موټرو د تم ځايونو يا پارکېنګونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، چې که دولت ورته په ښار کې د موټرو د درېدو له پاره تم ځايونه يا پارکېنګونه جوړ کړي؛ ښايي له هغو ستونزو چې د موټرو د زياتوالي له امله رامنځ ته شوې خلاص شي.

ګردېز ښاريان وايي، چې موټرلرونکي يې په ساعتونو - ساعتونو د تم ځايونو د نشتوالي له امله د دوکانو مخې ته په سړکونو موټر دروي او د دوی د کاروبار مخه ډب کوي.

دوی له ګردېز ښاروالي څخه د موټرو درېدو له پاره د ځانګړو تم ځايونو د جوړېدو غوښتنه کوي؛ وايي، ګردېز ښاروالي دې د خلکو د ستونزو له منځه وړلو په خاطر د موټرو له پاره تم ځايونه جوړ کړي؛ چې د ګردېز ښاريان له دې ستونزو چې ورسره لاس او ګرېوان دې خلاص شي.

د ګردېز ښاريان وايي، که ښاروالۍ په ښار کې د موټرو تم ځایونه یا پارکنګونه جوړ کړي؛ سره له دې چې ترافیکي ستونزې به کمې شي، دولت ته به هم یو ښه عاید وي.

ګردېز ښاريان دا هم وايي، چې په ښار کې د کثافاتو د ډېروالي او چاپيريال ککړتيا لوی لامل يې په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه ده، چې په غير منظم ډول په ښار کې ولاړ او ترافيکي ستونزې يې هم رامنځ ته کړې.

دوی وايي، چې په ښار کې يې که د موټرونو د درېدو له پاره ژر تر ژره ځانګړي تم ځايونه جوړ نه شي، نو د دوی ستونزې به لا هم زياتې شي، خو د ګردېز ښاروال انجينر اغا محمد سيدي وايي؛ دوی په ښار کې ځمکه نه لري، چې په کې د موټرو له پاره تم ځايونه جوړ کړي.

نوموړی وايي، چې په ښار کې شته ځمکې د دفاع وزارت ملکيتونه دي؛ که چېرته هغوی ورسره د ځای په ورکولو کې همکاري وکړي؛ دوی به د ښار په بېلابېلو برخو کې د موټرو درېدو له پاره تم ځايونه جوړ کړي:

"موږ په ښار کې د موټرو د تم ځايونو د جوړېدو له پاره ځمکه نه لرو؛ دلته په ښار کې دفاع وزارت ځمکې شته که چېرته له موږ سره همکاري وکړي؛ د خلکو ستونزې به انشاالله هوارې شي او ژر تر ژره به ورته د موټرو تم ځايونه جوړ کړو."

خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي؛ چې د ښار په جادو کې په سلګونه موټرونه له سهاره ترماښامه ولاړ وي، چې خلک يې د تګ راتګ او ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور: داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG