د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۸

په کونړ کې یوه ښځه وژل شوې او بیا سوزول شوې


د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې تیره ورځ د یوې کورنۍ د غړو له خوا مریم نامې ښځه چې درې اولادونه يي درلودل، د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې لومړی په چړو وهل شوې او له وژلو وروسته ورته اور اچول شوی.

د کونړ امنيي قومندان مل پاسوال عوض محمد نذیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې مریم د کورني تاوتریخوالي په وجه لومړی د خپل خاوند او د هغه د ورونو له خوا په چړو وهل شوې او د وژل کېدو وروسته ورته اور اچول شوی:

"لومړی ښځه د میړه له خوا په چاړه وهل شوې بیا پرې تیل اچول شوي او سوځول شوې ده."

هغه وايي، د پیښې په تړاو يي د ښځې د خاوند اسحاق په ګډون ۷ تنه نیولي، چې اوس مهال ترې تحقیقات جریان لري:

"د ښځې د میړه په ګډون مو ټول ۷ کسان نیولي دي، چې اوس ترې تحقیقات روان دي."

له سیمي څخه یو تن عبدالله په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې مریم يي سره ډیر ظلم شوی او باید چې قاتلینو ته سخته سزا ورکړای شي:

"اول يي سر ترې پرې کړی، بیا يي په چاقو ګانو وهلې، بیايي جامې راټولي کړي، تیل يي پرې اچولي او سوزولي يي ده.

دا ظلم او زیاتی شروع دی انسانانو سره او دا خلک ظلم زیاتی کوي لوي الله دي تري بدل واخلي."


د کونړ ولایتي شورا غړي د خویندو یون ټولنې مسولې استاد توراج ازادۍ راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله په کونړ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی، د دغه ولایت په هوارو او لیرې پرتو غرنیو سیمو کې هره ورځ ښځې د زور زیاتي سره مخامخ دي:

"دغه یوه تور سري وه، یوه زنانه وه، د چا خور د چا لور وه، باید چې سپکه وضع د ښځو سره ونشي.

دغه ډول کارونه که په ښاریو کې کېږي او په کلیو او بانډو کې کېږي ټول د اسلام له نظره ناروا او د انسانیت څخه لیري دي، دغه ظلمونه ښځو سره زیات شوي دي، بعضي جینکۍ حلالیږي، بعضې ښځې اختطافېږي، بعضې په اور باندې سیزل کېږي تیل پرې اچول کېږي."


هغې وویل، که څه هم چې دوي ډیرې هڅي کړي، چې خلکو ته د ښځو د حقوقو په اړه معلومات ورکړي، خو بیا هم د هرې ورځې په تیریدو په ښځو د تاو تریخوالي کچه زیاتیږي:

"په ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر باندې موږ ورکشاپونه جوړ کړي، چې څو خلک د ښځو له حقوقو خبر شي.

دیني عالمانو او قومي مشرانو سره مو اړیکې ټینګي کړي او ورته مو ویلي، چې باید په مسجدونو کې او خطبو کې خلکو ته د ښځو دحقوقو په اړه تقریرونه وکړي، چې ښځې هم په ټولنه کې مهم رول لري."


د کونړ اوسیدونکې وايي، له دې وړاندې ډیری ښځې د دوي د کورنیو د غړو له خوا وژل شوي، وهل شوي او له کورونو شړل شوي، خو کله يي چې قاتلین نیول شوي، د ډاګیزو محکمو پر مهال ورته د اعدام او نورې سزاوې اورل شوي، خو تر اوسه هیچاته ټاکل شوې سزا نه ده ورکړل شوې.

راپور:روح الله انوري - کونړ
XS
SM
MD
LG