د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

په افغانستان کې خصوصي هوايي شرکتونو ولې بهرني پیلوټان په کار ګمارلي؟


په افغانستان کې د یو شمېر هوايي خصوصي شرکتونو مسوولین وايي، هغوي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د خپلو شرکتونو د فعالیت له دریدو څخه د مخنیوي په خاطر یو شمېر افغان پیلوټان په خپل شخصي مصرف د هوايي چلند په برخه کې د زیاتو زده کړو لپاره هند، اردن او دوبی ته استولي دي.

د هغوي په وینا، په افغانستان کې د هوايي چلند مسایلو په برخه کې د کوم روزنیز بنسټ د نه موجودیت له امله، په هېواد کې دننه د تکړه پیلوټانو له کمي سره مخ دي.

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مرستیال او د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنې مشر فرید پیکان وايي، دا ستونزه د دې لامل شوې څو خصوصي هوايي شرکتونه یو شمېر بهرني پیلوټان په لوړو معاشونو په کار ګوماري:

"موږ د راتلوونکي لپاره ستونزې پيشبیني کړي، له همدې امله موږ شاوخوا پنځه لس افغان پيلوټان هند ته استولي او یو شمېر یې خپله بهر ته تللي، د پيلوټي ښوونځی یې لوستی دي، بیرته راغلي او اوس د عملي زده کړو په خاطر د پيلوټ د مرستیال په توګه کار کوي.

همدارنګه موږ په پلان کې لرو، چې نور افغانان هم د زده کړو لپاره له هېواد بهر واستوو، ځکه چې موږ دپيلوټانو کمی درلوده اته بهرني پيلوټان مو په لوړ معاش مقرر کړل.

بهرني پیلوټان په ټولیز ډول له لس زره ـ تر پنځه لس زره ډالرو پورې تمامیږي."


له بلې خوا د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند نیګیالي قلاتوال ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې په هېواد کې دننه د افغان پيلوټانو لپاره د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو زمینه نه ده برابره او دا د دې لامل شوې چې افغانستان د هوايي مسلکي پرسونل له کمي سره مخ شي.

د ښاغلي قلات وال په وینا د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د دغې ستونزې د هواري په خاطر له جرمني سره د هوايي چلند یوې اکاډمۍ جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت ویاند زیاته کړه، دغه اکاډمي به په هېواد کې د هوايي شرکتونو د ټولو اړتیاوو ځوابوونکې وي:

"یقیننا زه یې تاییدوم، چې زموږ په خصوصي هوايي شرکتونو کې ځیني بهرني کار کوونکي شته، پیلوټ د تیارې د نوعیت سره لازمې زده کړې کوي، موږ وغوښتل چې دغه د هوايي چلند اکاډمي جوړه کړو چې ټولې اړتیاوې چې د هوايي چلند په برخه کې موجودې دي، د هوايي چلند اکاډمۍ دغه اړتیاوې پوره کړي، په دې باندې خبرې روانې دي هوکړه لیک یې هم لاسلیک شوی دی، د جرمني هېواد غواړي په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.

نو هیله مو دا ده، چې هرڅومره ژر موږ وتوانیږو د هوايي چلند دا اکاډمي فعاله کړو.)


له بلې خوا په دې اړه چې په افغانستان کې خلک د خصوصي هوايي شرکتونو له خدمتونو څومره خوښ دي، د کابل په هوايي میدان کې مو له څو مسافرو نظر اخیستی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند ځیني کارپوهان وايي، چې د افغان پیلوټانو د روزلو په خاطر ډيرو کارونوته اړتیا ده، ځکه د هغوي په وینا د ۲۰۱۴ میلادي کال په را رسیدو سره به په افغانستان کې د کار په برخه کې د بهرنیو پیلوټانو لیوالتیا کمه شي.
XS
SM
MD
LG