د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

د حصار شاهي صنعتي پارک د پانګوالو پرمخ پرانیستل شو

په دغه پرانیست غونډه کې، په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې(ایسا)مشر وفیع الله افتخار په سیمه کې رسنیو ته وویل، چې یاد صنعتي پارک په یولس سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې دوه فیزونه لري.

نوموړی وايي، چې دا پارک د سیمې په کچه پرمختللی صنعتي پارک دی، چې په فعالیدو سره به يي کورني تولیدات وده وکړي:

"دا پارک د سیمې په کچه پرمختللی پارک دی او بل په پرمختللو سیستمونو سره جوړ شوی دی او دا ټول دوه سوه پینځه نمرې ځمکه ده."

نوموړی زیاتوي، اوس يي یوازې هغو شلو تنو پانګه والو ته د ځمکو اسناد ورکړل، چې هغوي له دې وړاندې په کرایه او یا هم په نامناسبو ځایونو کې فعالیت کاوه.

بل خوا یو تن افغان سوداګر حاجي مخلص انديښنه لري، چې په دغه صنعتي پارک کې د ځمکې ویش عادلانه نه دی او په خبره يي هغه چا ته اول حق ورکول کیږي، چې واسطه ولري:

"دوي پرته له کوم ارزیابی خلکو جوازونه ورکړي، زموږ غوښتنه دا ده، چې مخکې له دې، چې ایسا دفتر په صنعتي پارک کې د ځمکې جواز ورکوي او دې د هغه تولیدي فابریکو په اړه معلومات ترلاسه کړي."

خو د ایسا ادارې مشر بیا دا تورونه په کلکه ردوي او په خبره يي دوي یوه ځانګړې کاري ډله لري او چې د هغو صنعتي فابریکو په اړه بشپړ معلومات تر سره کړي کومو چې په یاد پارک کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی:

"دا دوه سوه پینځه نوي نمرې به وړ کسانو ته ورکول کیږي، خلک، چې څه وايي د هغو مخه موږ نشو بندولی، خو دا به پارک به د خاصو شرایطو درلودونکو کسانو ته ورکول کیږي او تاسې ته ډاډ درکوم، چې هیڅ ډول جوړ جاړی به په کې نه کیږي."

د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي او د ننګرهار ولایتي چارواکو هم په دې پرانیست غونډه کې ګډون کړی او خوښي يي ښکاره کړه، چې د سیمې په کچه دا ډول پرمختللی صنعتي پارک فعاله کیږي.

پر دې صنعتي پارک اووه کاله وړاندې کار پيل شوی و، چې د بنسټیزو کارونو په ترسره کیدو څوارلس میلیونه امریکايي ډالره لګښت.

د ایسا د ادارې د مسولینو په خبره اوس یوازې یو فیز ګټې اخیستنې ته چمتو دی او دویم فیز، چې یوسلو اته شپیته نمرې په کې په راتلوونکو درې میاشتو کې پانګونې ته برابر شي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG