د افغانستان حکومت چې په لومړي سر کې یې د زندانونو او توقیف ځایونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور یو مخ رد کړی و اوس یې د دې راپور په اړه د حقیقت موندنې یو پلاوی ټاکلی دی.
د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا په ګمارل شوي دغه پلاوي کې د افغانستان د حکومت له بېلابېلو ادارو سربیره د یوناما استازی هم شامل دی.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفترله خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ګمارل شوی پلاوي ته دنده ورکړل شوې، چې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجو د موجودیت په صورت کې یې عاملین هم په ګوته شي.
په دې راپور کې له شپږ سوه پنځه دیرش بندیانو سره مرکې شوي او د دوي له نیمایي څخه زیات شمېر ویلي، چې یا په سیستماتیک ډول شکنجه شوي او یا هم ورسره زور زیاتی شوی.
په دې راپور کې د څوارلس ډوله شکنجې یادونه شوې، چې مهم یې وهل ټکول، د بریښنا شوک یا ټکان ورکول او په جنسي تیري او وژنو د توقیف شوو کسانو ګواښل دي.
په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د بشري حقونو د څانګې مشرې میرمن جورجټ ازادي راډیو ته په یوې مرکې وویل، په راپور کې د افغانستان په څلور دیرشو زندانونو او توقیف ځایونو کې د شکنجې او نامناسب چلند یادونه شوې.
د دې راپور له خپریدو وروسته ځینو افغان چارواکو وویل، د دې راپور خپریدل یوه سیاسي انګیزه لري ځکه په داسې حال کې خپریږي، چې افغان حکومت له امریکا غواړي ټول زندانیانو ورو وسپاري، خو د سیاسي چارو ځینې څیړونکي بیا په دې باور نه دي.
اروپایی ټولنې، په کابل کې د بریتانیې سفارت،آیساف ځواکونو اود بشري حقونو یوشمیر سازمانونو هم د ملګروملتونو د دې تازه خپور شوي راپور له امله د افغانستان د زندانونو په وضعیت اندیښنه وښودله.
ایساف ځواکونو وویل، هغو زندانونو او توقیف ځایونو ته یې د زندانیانو سپارل درولي دي، چې د یوناما په راپور کې په کې د شکنجې او نامناسب چلند یادونه شوې.