د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

د اداري فساد پرضد به عامه پوهاوی ترسره شي


د افغانانو لپاره اجتماعي او انکشافي خیریه موسسې له خوا د سې شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې یوه غونډه رابلل شوې وه.

له دې غونډې څخه يي موخه د توانمندۍ په نامه د هغې پروژې پرانیستنه وه، چې له مخې به يي د اداري فساد پر ضد مبارزه، بشر حقوق،عدالت ته لاس رسی، د سولې ټینګښت او د کورنیو شخړو له منځه وړلو په برخه کې به کار کوي.

د دغې خیریه موسېسې مشر محمد اصف صافی وايي، دوي په پام کې لري، چې د ګرځنده ټيمونو، رسنیو او د اعلانونو د ځړولو له لارې به د اداري فساد پرضد د مبارزې او د پرتو ستونزو د حل په برخه کې ولسونو ته عامه پوهای ورکړي:

"موږ خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوو، بل دې سره خوا کې به موږ دولتي دفترونو سره هم په ګډه کار کوو او ملکانو سره به ګورو دوي ته به وایو، چې په دې کې د ولس خیر نشته له دې کارونو څخه ډډه وکړي."

نوموړی وايي، چې دوي هرې برخې لپاره ځانګړې تګ لاره جوړه کړې، چې پلې کیدو سره به د اداري فساد مخه ونیول شي.

بل خوا د یادې غونډې ګډونواله او د ننګرهار د ولایتي شورا استازې نیلوفر عزیز وايي، چې په ننګرهار کې اداري فساد هغه ستونزه ده، چې د نارینه وو ترڅنګ ښځې يي هم متضرره کړې دي:

"څه موده وړاندې په محکمه کې زموږ له یوې خور نه د پیسو غوښتنه شوې وه، دا یوه لویه بیلګه وه غیر له دې نه موږ ته په سلګونو خویندې راغلي دي خپلې عریضې يي راوړي دي."

له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د اداري فساد پرضد د مبارزې هڅې روانې دي، خو د دې پراخو غونډو سره سره د اداري فساد په برخه کې افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG