د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۱

بریتانيي د افغانستان د لویو لارو د جوړلو په برخه کې مرسته اعلان کړه


بریتانیا له افغانستان سره د سړکونو او لویو لارو د جوړلو په برخه کې شاوخوا شپږ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې له دې پیسو نه به د سړکونو جوړولو او د دې وزارت د کارکوونکو ظرفیتونو لوړولو په برخو کې کار واخلي.

د دې وزارت چارواکي همدا راز وایي، چې د سړکونو د څارنې او جوړلو پالیسي په دې وروستیو کې د افغان حکومت د کابینې له خوا تصویب شوه.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن د سې شنبې په ورځ په کابل د بریتانیا د نړېوالې پراختیا د ادراې له استازي سره د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل چې بریتانیا ژمنه کړې چې شاوخوا شپږ میلونه ډالر له افغانستان سره د سرکونو جوړولو او څارنې په برخه کې مرسته وکړي:


( مونږ نن په یوه بله مهمه برخه کې قدم ږدو. بریتانیا پدې برخه کې ډیرې مرستې په پام کې لري چې دا ۳.۴ میلونه پوند یې چې شاوخوا شپږ میلونه ډالر کیږي پیل دی.

مونږ نن یو تړون لاسلیک کوو او دا پیسې د یونپس ادارې لخوا مونږ ته راکول کیږي او مونږ دا پیسې د سرکونو جوړولو او ظرفیتونو لوړولو په برخه کې کاروو).

دغه تړون د فواید عامې وزارت او د بریتانیا د نړیوال پراختیایي دفتر استازي او د یو ان او پي اس ادارې تر منځ د سې شنبې په ورځ لاسلیک شو.

د فواید عامې وزارت وایي چې د سړکونو د خرابیدو یو لامل په سرکونو له حده د زیاتو بار شویو موټرو تلل راتلل دي.

د فواید عامې وزير ټینګار کوي چې دوی هڅه کوي د بریتانیا له نوې مرستې به د سړکونو جوړولو په برخه کې سمه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د نړیوال پراختیایي دفتر استازي د سړکونو جوړیدل او څارنه د دې هیواد د اقتصاد په وده کې مهم بولي.

مارک مالوله وایي چې بریتانیا د توکیو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به ۱۷۸ میلونه پوند مرسته وکړي:


( د امنیتي مسوولیتونو د لیږد له پروسې سره چې په جریان کې ده، د بهرنیانو مرستې هم له افغانستان سره کمې شوې دي، نو د همدې لپاره وایو چې ډیره مهمه ده څو افغانستان ښه سرکونو ولري او دا د اقتصاد د ودې په برخه کې له ښو فکتورونو څخه دی).

بریتانیا په داسې حال کې د فواید عامې وزارت سره د سړکونو جوړولو او ساتنې په برخه کې مالي مرسته کوي چې پدې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په خينو سیمو کې نوي جوړ شوي سړکونه ژر بیرته خرابه شوي.

کتوونکي ددې ستونزې اساسي علت د سړکونو پر جوړولو په څارنه او د هغوی په ساتنه کې د اړوندو ارګانونو بې غوري بولي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG