د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۱

د سوریې حکومت او مخالف یاغیانو ته ولې وسلې ورکول کیږي؟


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د سوریې لپاره نړېوال استازي لخضر ابراهیمي په ګډه پر هغو د باندنیو هېوادونو انتقاد کړی دی، چې د سوریې حکومت او مخالفو یاغیانو ته وسلې ورکوي.

هغوي دا خبره د دوشنبې په ورځ په نیویارک کي د غونډي په ترڅ کې وکړه، خو په څرګنده يې د کوم هېواد ذکر ونه کړ.

روسیه او ایران په هرحال د سوریې له حکومت بشار الاسد سره د وسلو مرسته کوي، خو د سوریې حکومت پر ترکېې ، قطر او د خلیج پر یو شمېر نورو هېوادونو تور لګوي چې د حکومت سیاسي مخالفانو ته وسلې ورکوي.

ښاغلیو بانکي مون او ابراهیمي دا خبري په داسې حال کې وکړي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو شکایت کړی دی چې، نړېوالې ټولنې د سوريي، مهاجرینو اړتیاوې نه دي پوره کړي او د مرستو په رسولو کې پاته راغلې ده.

د بشري مرستو د عملیاتو د هما اهنګۍ رئیس“ جان ګینګ” چې د حقیقت موندني لپاره دمشق ته تللی دی، د دوشنبې په ورځ وویل:

“زموږ مرسته کوونکې ټولنه، زموږ نړېواله مرسته کوونکي ټولنه د اړتیاوو یوازې ۵۰ فیصده پوره کوي. دغه کار زموږ ذهن ډير ناارامه کړی دی. نو نتیجه همدا ده چې دغه حالت تر حده زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

دا په دې معنا چې خلک خوراکي موادو ته اړتیا لري، خو ټولو ته خوراکي مواد نه رسیږي او داسي نور...

موږ هیلمن یو چې زموږ مرسته کوونکي ټولني بیرته خپلي مرستي زیاتې کړي.”

ښاغلي ګینګ له ټولو خوا وو څخه چې په شخړه کې ښکېل دي، غوښتنه وکړه چې د سوریې د بحران د حل لاره پیدا کړي، نوموړي زیاته کړه:

“موږ د شخړې پر حل کار نه کوو، خو نور کسان دغه کار کوي. دا ده نورو مسؤلیت دی چې په سیاسي غونډو کي ، د شخړي د حل لاره پيدا کړي.

را ځئ په زغرده ووایو ، هغه ډلي چې په جګړه کي ښکېلي دي، هغوی ملاتړ کوونکې لري. هغوی باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یوځای شي ، په خپلو کي سره منظم سي، دا هغه غوښتنه ده چې موږ یې يې هر ځای اورو.”

ملګري ملتونه هیلمن دي چې د سوریې لپاره د مرستو د راټولولو په کانفرانس کي چې د رواني میاشتي پر دیرشمه نیټه په کویټ کي جوړیږي، یونیم میلیارده ډالره مرسته تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس له ۶۰ زرو څخه زیات کسان د سوریې په جګړه کي چې، نیژدې دوه کاله وړاندي پيل سوې وه ، وژل سوي ، د ۶لکو په شاوخوا کي سوریان مهاجر سوي او دوه نیم میلیونه کسان له لوږي سره مخامخ دي.

په سوریه کي فعالان وايي ، د دوشنبې په ورځ ناوخته د “ حما” په مرکزي و لایت کي په یوه ځان وژونکي بمي حمله کي لږ تر لږه دیرش کسان ووژل سول. فعالانو وویل، چې په وژل شوېو کسانو کې ډيری د حکومت د ملیشاوو غړي وو.
XS
SM
MD
LG