د غزني د يوې بلې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د وسله والو طالبانو پر ضد يې پاڅون کړی او تر اوسه يې لسګونه کلي له وسله والو طالبانو څخه نيولي دي، دولتي چارواکي وايي، له دوي سره سيمه ييز پوليس هم ملګري دي.
د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی وو، خو په نږدې ورځو کې يې د خپلې ولسوالۍ لسګونه کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي.
ويل کېږي، چې د سيمې له خلکو سره سيمه ييز پوليس هم ملګري دي.
د مقر اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا دوې نيمې مياشتې وړاندې د څو کليو اوسېدونکيو د وسله والو پر ضد وسلې اخيستې وې، خو هغه وخته يې دومره پرمختګ نه وو کړی لکه په تېرو څو ورځو کې چې يې کړی دی.
دوي وايي، دا مهال د سيمې جنګياليو د ولسوالۍ شاوخوا سل کلي په خپله ولکه کې اخيستي دي.
د حاجي محمد اکبر په نامه د دغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وايي، چې د سيمې ځينې اوسېدونکيو د تېرې عقرب مياشتې په وروستيو ورځو کې د خپلو سيمو د ساتولو په موخه وسلې اخيستې دي، چې وروسته ورسره سيمه ييز پوليس هم ملګري شوي دي.
دی وايي، اوس د سيمې د اوسېدونکيو ژوند د تېر په پرتله ډېر توپير کړی دی:
"د عقرب د مياشتې له وروستيو شپو پیل شوی دی، تر دې اوسه وخته پورې د مقر ولسوالي په درېيو منطقو، منجرخېل، خوزيي او کوبند سيمو کې يې قيام کړی او تر اوسه يې د سلو په شاوخوا کې کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي، پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس د سيمې خپل خلک دي، خلک ډېر ورسره خوشحاله دي."
د غزني د والي وياند نبي جان هم مني، چې په مقر ولسوالۍ کې له څه مودې راهيسې د سيمې خلکو د خپلو کورونو د ساتلو په موخه وسلې اخيستې او دوي ورسره سيمه ييز پوليس هم ملګري کړي دي.
دی وايي، د سيمې خلکو او سيمه ييز پوليسو په دې وروستيو ورځو کې خورا ډېر کلي نيولي دي، د ده په خبره تر اوسه پورې د سيمې هغو خلکو چې په خپل سر يې وسلې اخيستې، له دوي څخه مرسته نه ده غوښتې، خو که يې وغواړي، دوي تيار دي چې ورسره مرسته وکړي:
"پاڅون څه وخت مخکې شروع شوی وو، خو موږ بيا سيمه ييز پوليس هم ورسره ملګري کړل، دوي دواړو ډېر پرمختګ کړی دی او ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري، کله چې پر يوه ډله بريد کېږي.
هغه بله يې مرستې ته ورځي او يو له بل سره همداسې مرسته کوي، پاڅون کوونکيو تر اوسه به مونږ څخه مرسته نه ده غوښتې خو که يې وغواړي، مونږ اکمالوو هم."
د روان لمريز کال په پيل کې د غزني په شيلګر کې هم د سيمې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، چې وروسته يې له وسله والو طالبانو سره په پرلپسې توګه درنې جګړې وکړې.
د شيلګر اوسېدونکي وايي، که دولت لاس راکړی وای اوس به مو ټوله ولسوالي له وسله وال پاکه کړې وای او وسلې به مو هم بېرته ايښې وای. خو داسې ونه شول.