ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډېویډ پیرس سره کتلي دي، د ولسمشر د ویندوې دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې په دې کتنه کې امریکا ته د ولسمشر حامد کرزي په وروستي سفر، په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستنه او د سولې د خبرو په څرنګوالې خبرې اترې وشوې.
د ولسمشر د ویندوې له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا لیدنه چې پرون ترسره شوه په کې په ګڼو دوه اړخیزو مسالو خبرې وشوې چې یوه یې هم امریکا ته د ولسمشر حامد کرزي د ورستي سفر مساله وه.
ارګ وايي، ولسمشر حامد کرزي په دې خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې واشنګټن ته د ده د سفر په ترڅ کې شوې پریکړې باید عملي شي او افغان حکومت ته د باګرام د زندان د بشپړې سپارنې په برخه کې یې ځانګړۍ ټینګار وکړ.
د باګرام زندان لویه برخه مسولیت افغان لورې ته سپارل شوی دی، خو یو شمېر بندیان لا هم د امریکايي ځواکونو تر واک لاندې دي.
واشنګټن کې د ولسمشر بارک اوباما او نورو چارواکو سره د ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغان هییت په لیدنو کتنو کې پریکړه شوې وه، چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو تر واک لاندې ټول زندانونه افغان حکومت ته سپارل کیږي.
خو له واشنګټن څخه د ولسمشر کرزي له راستنیدو لږ وروسته، افغانستان کې میشتو نړېوالو ځواکونو د افغانستان په ځینو توقیف ځایونو کې د شکنجو د اندېښنو له کبله افغان حکومت د یو شمېر زندنیانو سپارل ځنډولي دي.
د ولسمشر د ویندوې دفتر وايي، ولسمشر کرزي په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ډیویډ پیریس ته وویل، افغان لوري ته د باګرام د زندان په بشپړې سپارنه کې هرډول ځنډ به د افغانستان د خلکو ترمنځ د بدګمانۍ سبب شي.
افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د باګرام د زندان د مسولیتونو په بشپړه ورسپارنه ټینګار کوي، چې د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې د افغانستان د حکومت تر ولکې لاندې توقیف ځایونو او زندانونو کې د بندیانو د شکنجه کولو په اړه جدي اندېښنې رابرسیره شوې دي.
په دې لیدنه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه هم خبرې شوې او د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر حامد کرزي په حواله وايي، هغه طالبان چې د سولې په خبرو کې برخه اخلي باید، چې خپل اعتبار ثابت کړي او د طالبانو د مشرتابه له خوا د تصدیق وړ واک او صلاحیت ولري.
ولسمشر کرزي ټینګار کړی دی، چې په قطر کې د طالبانو دفتر باید د افغانستان، امریکا او قطر ترمنځ د لیکلي موافقې پربنسټ جوړ شي او د افغانستان د سولې عالي شورا به یوازینۍ مرجع وي، چې د سولې په خبرو کې به د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي.