د هند صدراعظم من موهن سنګ وایي، هند به وروستۍ پیښې ته په پام سره چې په کشمیر کې یې عسکر په غیر انساني ډول ووژل شول، له خپل ګاونډ پاکستان سره پر اړیکو له سره غور وکړي.
د جرمني ډې پي اې خبري اژانس د راپور له مخې من موهن سنګ دا خبره د یکشنبې په ورځ د هند په شمالي ښارجیپور کې د خپل ګوند غونډې ته په ویناکې وکړه او ویي ویل که څه هم هند غواړي چې له پاکستان سره دوستانه اړیکې ولري، خو اسلام اباد ته پکار ده چې نوي ډیلي ته دا په عمل کې وښیي چې دوي سوله غواړي.
سینګ څرګنده کړه، چې موږ له پاکستان سره په منظم ډول پرخپلو اړیکوغورکوو.
موږ دا واضح کړې، چې دغه وروستۍ پیښه به پردوه اړخیزو اړیکو منفي اغیز وکړي.
سینګ چې په هندي ژبه یې وینا کوله، دغه راز وویل چې موږ به د حالاتو د دقیقې او محتاطانه څیړنې وروسته راتلونکې ګامونه اوچت کړو او زیاته یې کړه، موږ له پاکستان سره دوستي غواړو خو دوی ته هم پکارده چې په دې لاره کې هڅه وکړي.
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې د جنوري له شپږمې نیټې راپدیخوا د وسله والو نښتو په څو پیښوکې درې پاکستاني او دوه هندي عسکر وژل شوي دي.
هند پاکستاني ځواکونه تورن کړي چې د دوی عسکریې وژلي او ټپیان کړي او د یوه عسکر د سرپرې کېدو اد عا یې هم کړې ده. خو اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه بللي دي.
که څه هم د کنټرول په کرښه کې اوس وضعیت ارام دی خو په سیمه کې وروستۍ شخړې په ۲۰۰۳ کال کې د اوربند له اعلان راهیسې ترټولو جدي ګڼل کېږي.