د کابل د ترافیکو په ریاست کې وسله واله نښته پای ته ورسیده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې پيښه کې درې د ترافیکو پولیس وژل شوي او د اوو ملکیانو په ګډون دیارلس کسه ټپیان دي.
د دې وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمن خبریالانو ته وویل:
" د هغه امنیتي ځواکونو له ډلې څخه چې په ګډه په دې عملیاتو کې بوخت دي، درې د ترافیکو پولیس ووژل شول، څلور کسه ټپیان شول، دوه کسه د ځانګړو ځواکونو پولیس سطحي ټپیان شوي."
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، حمله کوونکي پنځه وو او ټول یې له منځه وړل شوي دي.
دا نښته وروسته له ساعتونو مقاومت څخه، شاوخوا دوه نیمې بجې پای ته ورسیده.
پخواني معلومات:
افغان امنیتي ځواکونه لا هم نه دي توانیدلي چې، د کابل د ترافیکو په ریاست کې د وسله والو مقاومت له منځه یوسي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ساعت مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې نښته کې لس کسه ټپیان شوي دي:
(تر اوسه دا نښته روانه ده. پولیسو دا سیمه کلابنده کړې، د تلفاتو په اړه به ووایم، چې تر اوسه لس کسه ټپیان شوي چې ملکیان او پوځیان په کې شامل دي.
پولیسو سیمه بنده کړې او هڅه کوي چې ډیر ژر حمله کونکي له منځه یوسي.)
د طالبانو یوه ویاند د دې پيښې مسئولیت منلی او وایي، چې په دې پيښه کې یې افغان او بهرنیو ځواکونو ته تلفات اړولي دي.
تیره اونۍ هم په کابل کې د ملي امنیت پر یوې ادارې وسله واله حمله وشوه، چې د چارواکو په وینا یو ساتونکی په کې ووژل شو او اولس ملکیان ټپيان شول.
پخواني معلومات:
د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې په ټرافیکو ریاست وسله والو طالبانو نن سهار وختي ځان وژونکې او وسله واله حمله کړې.
امنیتي ځواکونه وایي، چې یوه حمله کوونکي ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد الوزولي او نور یې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رییس جنرال ظاهر ازادي راډیو ته وویل، چې نښته لا هم دوام لري، د ده په خبره دوه تنه حمله کوونکي وژل شوي او یو یا دوه تنه یې لاهم خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
عیني شاهدان وایي، چې د ټرافیکو د ریاست له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي او لاهم ډزې رواني دي.
امنیتي مسوولانو ویلي، چې په دې پیښه کې تر اوسه د ټرافیکو یو افسر او شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي خو دا چې نور ټپیان څوک دي لا تراوسه نه دی معلوم.
د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د ټرافیکو د ریاست له ودانۍ څخه د دوي وسله والو د مورچل په توګه ګټه پورته کړې او اصلي هدف یې هغه بهرني ځانګړي ځواکونه دي چې دې ودانۍ ته نږدې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.
خولا تر اوسه افغان او بهرنیو ځواکونو د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د تیرې چهارشنبې په ورځ هم شپږ تنو وسله والو طالبانو د کابل ښار په صدارت څلور لارې کې د ملي امنیت د ریاست پریوې اړوندې ادارې حمله وکړه، چې د امنیتي مسوولانو په خبره شپږ تنه حمله کوونکي او یو د ملي امنیت کارکوونکی پکې ووژل شول او درې دیرش تنه ملکي وګړي ټپیان شول.
ددې نښتې ویډیو هم کتلای شئ:
پخواني معلومات:
د کابل د دهمزنګ په سیمه کې د ترافیکو پر ریاست نن سهار وختي وسله وال برید شوی.
راپورونه ښیې، چې ددواړو خوا ترمنځ لا هم نښته روانه ده او په سیمه کې د درندو چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
امنیتي ځواکونه دا پيښه تايیدوي او وایې، په دې پيښه کې تر اوسه شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.