د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

ولسمشر اوباما د دویمې دورې لپاره لوړه وکړه


پرون ( یکشنبې )ولسمشر بارک اوباما د دویمې دورې لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د لوړې دا مراسم په سپینه ماڼۍ کې یوې خصوصې غونډې پورې محدود و او د امریکا قاضي القضات جان رابرټز د سپینې ماڼۍ په ابي خونه کې ولسمشر بارک اوباما ته سوګند ورکړ.

ولسمشر بارک د یکشنبې په ورځ، په دې مراسمو کې د سوګند کرښې په لوړ غږ د امریکا د متحدو ایالتونو په قاضي القضات پسې تکرار کړي:

"زه بارک حسین اوباما، لوړه کوم چې په صادقانه توګه به دې امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دندې ترسره کوم او په خپل ټول توان به د امریکا د متحدو ایالاتونو د اساسي قانونه ساتنه او دفاع کوم. نو خدایه له ما سره مرسته وکړه."

د یکشنبې د ورځې د لوړې رسمي مراسم د امریکا د اساسي قانون سره سم ترسره شول چې وايي، ولسمشرباید د لوړې مراسم د جنورۍ په شلمه نیټه پر ځای کړي.

ټاکل شوې ده، چې نن (دوشنبې ) به د لوړې عامه مراسم د امریکا د کانګرس د ودانۍ مخې ته بیا پرځای شي، چې تمه ده د اته سوه زرو په شا او خوا کې کسان به دې مراسمو ته راټول شي.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن هم د دویمې دورې لپاره لوړه وکړه، نوموړې ته دا لوړه د سترې محکمې د ښځینه قاضي سونیا سټومایار له خوا د جو بایډن د استوګنې په ځای کې ورکړل شوه:

"زه جوسیف ار بایډن جونیور، لوړه کوم چې د امریکا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون څخه، به د ټولو کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې دفاع او ملاتړ کوم او په ایمان او ريښتینې وفادارۍ، دا دنده په خپله خوښه او پرته له جبر پر غاړه اخلم، لوړه کوم هغې دندې چې ماته سپارل کیږي صادقانه به یې ترسره کوم، نو خدایه، له ماسره مرسته وکړه."

ولسمشر بارک اوباما د لوړې اونۍ دوا طالبانه کارونو ته د امریکایانو د هڅونې په هدف د خدمتونو په ملي ورځ پیل کړه.

اوباما، میرمنې یې میشل اوباما او دوه لوڼو یې له سلګونو داو طلبانو سره د واشینګټن په یو لوموړني ښونځي کې کار وکړ او بایډن او میرمنې یې د ټپي شویو امریکايي سرتیرو کورنیو ته د مرستو د کڅوړو په ډکولو کې کومک وکړ.
XS
SM
MD
LG