د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

"په الجزایر کې د غمیزو د مخنیوي لپاره هرډول مرستو ته چمتو یو"


ولسمشر بارک اوباما وايي، متحدایالات د هرې هغې مرستې رسولو ته چمتو دي چې الجزایري چارواکي په دې هېواد کې د تېرې اونۍ له خونړۍ حملې وروسته اړتیا ورته لري.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، د ولسمشر بارک اوباما له قوله په الجزایر کې د څلورورځنۍ خونړۍ پېښې مسوولیت پر افراطي وسله والو اچول شوی او یادونه شوې، چې امریکا دا عمل غندي.

اوباما ویلي، دا برید د هغه ګواښ یوه بله نښه ده، چې د القاعده شبکې او په افریقا کې د نورو افراطي ډلو له خوا رامینځ ته شوی. اوباما زیاتوي، چې حکومت به یې په راروانو ورځو کې د الجزایر له حکومت سره په نژدې تماس کې وي؛ څو د پېښې د څرنګوالي په اړه پوره جزییات ترلاسه او د راتلونکو دې ډول غمیزو مخنیوی وکړي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا ویلي وو، چې پر امریکا او امریکايي اتباعو برید کوونکي به د پټېدو لپاره هېڅ ځای ونه لري. پنېتا له خپل برتانوي سیال سره په لندن کې په ګډه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کولې:

"القاعده دې په دې پوه شي چې په الجزایر، مالي او په بل هېڅ ځای کې هم د پټېدو ځای نه لري. موږ به دوی ته اجازه ورنه کړو، چې د ځان لپاره د پټېدو داسې ځای پیدا کړي؛ چې دا ډول تروریستي حملې ترې تنظیم کړي."

یوې وسله والې ډلې د چارشنبې په ورځ د پلازمېنې الجزایر د جنوب په ۸۰۰ کیلومترۍ کې د صحارا دښتې د "ان امېناس" In Amenas د ګاز په تاسیساتو کې لسګونه بهرنیان برمته کړل.

د یرغمل نیوونکو غوښتنه دا وه، چې فرانسه دې په ګاونډي هېواد مالي کې د افراطي وسله والو پرضد پوځي عملیات بند کړي. د پنجشنبې په ورځ ډېره برخه برمته وروسته له هغه وژغورل شول؛ چې د الجزایر پوځ د یرغمل نیوونکو پرضد عملیات پیل کړل؛ خو پر دې عملیاتو ډېر انتقادونه هم وشول.

عملیات د شنبې په ورځ پای ته ورسېدل او چارواکو وویل؛ چې په دې ترڅ کې لږترلږه ۲۳ برمته او ۳۲ یرغمل نیوونکي وژل شوي دي.

د برتانیا دفاع وزیر فلیپ هاموند د دې پېښې انساني تلفات ویروونکي او د نه منلو وړ وبلل، ویې ویل، دا تروریستان دي، چې د پېښې اصلي مسوولیت ورپه غاړې دی. هاموند د دې حملې په وړاندې د اقداماتو په خاطر د الجزایر پر حکومت مستقیم انتقاد ونه کړ؛ خو د تروریستانو پرضد په عملیاتو کې د شفافیت د نشتوالي له وجې یې د نړیوالو د زیاتېدونکو اندېښنو یادونه وکړه او ویې ویل، د دې ډول حملو پرضد د مقابلې لپاره هر یو هېواد خپل اقدامات کوي؛ خو د نړیوالو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د همکارۍ خصوصیت دا دی؛ چې باید له هغو خلکو سره ګډ کار وشي؛ چې دا چارې په متفاوته طریقه کوي.

د امریکا حکومت تېره شپه الجزایر ته د سفر په اړه امریکايی اتباعو ته خبرداری ورکړ، یادونه یې وکړه، چې په دې هېواد کې د لویدیځو اتباعو د برمته کېدو خطر خورا زیات دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې همداراز د سفارت د غړو کورنیو ته هم په هغه صورت کې چې غوښتي یې وي، له دې هېواده د وتلو رسمي اجازه ورکړې ده.

په همدې حال کې یوه الجزایري مقام نن وویل؛ چې د دې برید د تلفاتو شمېره ښايي زیاته شي. چارواکو مخکې ویلي وو، چې د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۳ بهرني اتباع وژل شوي. خو د الجزایر د مخابراتو وزیر محمد سعید وویل، ډېرو هېوادونو د نښتې په پای کې یادونه کړې ده، چې اتباع یې لاهم تري تم دي.

د الجزایر حکومت نن وویل، چې د بهرنیو لادرکه اتباعو د لټولو کار یې پیل کړی دی.
XS
SM
MD
LG