د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

"خوشې شوي طالب بندیان د هېواد امن ته ستونزې پیدا کوي"


د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، له پاکستان څخه د طالب بندیانو مرموز خوشې کیدل به په راتلونکې کې د هیواد امنیت ته ډیرې ستونزې پیدا کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، افغانستان کولای شي، له خوشې شویو طالب بندیانو څخه د سولې د ټینګښت لپاره ښه ګټه واخلي؛ خو د دوی په خبره پاکستان له افغان حکومت څخه دغه چانس اخیستی دی.

د ولسي جرګې غړی ګل پادشا مجیدي وایي؛ خوشې شوي طالب بندیان دا مهال په پاکستان کې دي او که افغان حکومت د دې مسالې پوښتنه ونه کړي، نو کیدای شي د هیواد امنیت ته ډیرې ستونزې راولاړې کړي.

ښاغلي مجیدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د نړیوالو اصولو له مخې پاکستان باید خوشې شوي طالب بندیان افغان حکومت ته وسپاري.

"د افغانستان د ولس اندېښنه په ځای ده، ځکه هېڅوک په دې نه پوییږې، چې هغه طالب بندیان چې پاکستان یې خوشې کوي، کوم لور ته لاړل.

نړېوال اصول دا دي، چې مطلوبه ملک ته باید دا خلک تسلیم شي، دا به په دې ملک یوه ډېره بده اغیزه وکړي. له بده مرغه افغان حکومت او په تېره بیا د سولې عالي شورا جدي غبرګون نه ښکاره کوي، چې دا به دافغانستان د سولې لپاره په ګټه نه وي."


پاکستان د دغه هیواد له زندانونو څخه تراوسه دوه ځله افغان طالبان خوشې کړي؛ خو معلومه نه ده چې خوشي شوي طالبان چیرته دي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د تیرې جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبۍ کې د افغانستان، پاکستان او امریکا د درې اړخیزې غونډې له پای ته رسیدو وروسته وویل؛ هیواد یې د ټولو طالب بندیان په خوشې کیدو کار کوي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر نجیب الله مجددی ازادي راډيو ته وویل؛ په دې غونډه کې یې له پاکستان څخه وغوښتل؛ چې له دې وروسته طالب بندیان د یوه روښانه پلان له مخې ازاد کړي.

ځینې سیاسي کتونکي بیا وایي، چې پاکستان غواړي د طالب بندیانو د خوشې کېدو په وسیله پاکستاني طالبان خوشحاله کړي؛ ترڅو په پاکستان کې جګړه پای ته ورسوی.

افغان کتونکي وحید مژده ازادي راډیو ته وویل؛ پاکستان د طالب بندیانو په خوشې کیدو هم افغان حکومت خوشحاله کوي او هم خپلو هدفونو ته رسیږي.

نوموړي وایي، له بند څخه خوشې شوی د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا نورالدین ترابي دا مهال په پاکستان کې تر درملنې لاندې دی او نور خوشې شوي طالبان ممکن خپلو کورونو کې وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د خوشې شویو طالب بندیانو د برخه لیک او ځای په اړه بې خبري ښيي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې پاکستاني چارواکو د خوشې شوي طالبانو د ځای په اړه موږ ته معلومات نه دي راکړي:

"تراوسه د پاکستان له زندانونو څخه دوه ډولې طالبان خوشې شوي، د دوی شمیر د شلو او شپږویشتو کسانو ترمنځ دی.

د پاکستان اړوندو چارواکو تراوسه د سولې عالي شورا ته دا نه ده روښانه کړې؛ چې خوشې شوي طالبان چیرته دي؟ دوی نه دي ویلي، چې دغه کسان په پاکستان کې خپلو کورونو کې دي او که افغانستان ته راغلي یا د راتګ په حال کې دي."


قاسمیار زیاته کړه، په نږدې راتلونکې کې به له پاکستاني چارواکو څخه دا پوښتنه وکړي؛ چې خوشې شوي طالب بندیان چیرته دي.

که څه هم سیاسي کتونکي او د ملي شورا غړي د پاکستان له خوا د طالب بندیانو خوشې کیدل د پاکستان په ګټه بولي، خو د سولې عالي شورا وایي، پاکستان د ښه نیت له مخې دا کار کوي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG