افغانستان
پکتیکا: یو تن له ښځې سره د تاوتریخوالي پر جرم په لس کاله بند محکوم شو
د پکتيکا چارواکي وايي، د دې سړي د بد چلند له کبله د ده مېرمن ځان ته اور اچولى او وژلى و.
د استناف محکمې ریيس محمد حکيم کونړي پرون رسنيو ته وويل، چې په هغه چې ښځې ځان سېزلی دی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون د ۲۱ مادې له مخې د لسو کالو د حبس حکم کوو.
د پکتيکا والي محب اله صميم وويل، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمېدو او د قانون د پلي کېدو لپاره دا ډول علني محاکمو ته اړتيا ليدل کېږي.
د جانور په نامه تورن کس وويل، که څه هم دوه ودونه لري، خو له دواړو سره يې ښه چلند کړى او پر ځان لګېدلي تورونه يې رد کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لغمان: سېلونو تېره شپه یو شمېر کورونه ویجاړ کړي

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې تیره شپه له بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي، چې یو شمیر کورونه یې ویجاړ کړې دي.
تر اوسه د دې سېلونو له امله د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د دغې ولسوالۍ مرکز ته یوشمیر غځیدلې لارې سیلونو وړي دياو په سلګونو څاروي تلف شوي دي.
په لغمان کې د طالبانو د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیر محمد غازي رسنیو ته ویلي ديؤ چې له مرسته کوونکو ادارو څخه یې له ځپل شویو کسانو سره د لومړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانې فعالې محبوبه سراج د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ"Peace Research Institute Oslo" (PRIO) د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې د نوماندې په توګه وروستي نوملړ ته لار موندلې ده.
دې انسټيټيوټ پرون د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه د ۲۰۲۳ کال لپاره د سولې نوبل جایزې لپاره خپل لنډ نوملړ اعلان کړی چې د بشري حقونو فعالان یې په سر کې دي.
د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا، زدهکړو، له فساد سره د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یوه اتله بللې او ویلي، هغه له ۲۶ کاله جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ستنه شوه او اوس په کابل کې مېشته ده.
له اغلې محبوبه سراج سره د ایران د بشري حقونو فعاله او خبریاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته نومول شوې.
د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ زیاتوي، اغلې محمدي په ایران کې د ښځو د حقونو او د اعدام د سزا د ختمولو لپاره کمپاین کړی دی.
د سولې د نوبل جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې لهخوا هغو اشخاصو یا سازمانونو ته ورکول کېږي، چې د سولې او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې هڅې کړې وي.
رینا امیري: نړۍ باور لري، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه افغانستان ته ویجاړوونکي دي

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هېوادونو اکثریت مشران په دې موافق وو، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر او د دې هېواد لپاره ویجاړونکي دي.
هغې نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دوی هوکړه کړې چې د افغانستان په ملاتړ نړیواله همغږي وساتل شي او تر خوا یې د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.
اغلې امیري زیاته کړې، په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره شاید لارې توپیر ولري، خو نوموړې د بشري حقونو د اوسني وضعیت د ښهوالي لپاره په مدني لارو چارو او زغم ټینګار کړی.
هغې دا هم لیکلي، چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې باید د افغانستان په اړه بحثونو کې ونډه ولري، هغه هم داسې مهال چې طالبان په دې غونډو کې ګډون ولري.
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې له افغانانو په ځانګړي توګه له نجونو او ښځو د ملاتړ د اعلامیو په پایله کې هغوی زدهکړو، کار او ټولو هغو سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي چې د طالبانو د ځپونکو او افراطي اقداماتو په برخه کې د هغوی له مبارزې سره مطابقت ولري.
د طالبانو حکومت تر اوسه د اغلې امیري د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
شهزاده میرویس ظاهر نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي

ټاکل شوې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د زوی شهزاده میرویس ظاهر جنازه نن (سپتمبر ۳۰) په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
د شهزاده میرویس وراره مصطفی ظاهر تېر ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې د ميرويس ظاهر د جنازې مراسم به نن سهار لس بجې په مرنجان تپه کې ترسره شي.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ټولنیزو شبکو کې په خپلو پیغامونو کې د شهزاده میرویس مړینه یوه ضایعه بللې ده.
د ځینو راپورونو له مخې، شهزاده میرویس ۶۶ کلن و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده.
هندي رسنۍ: د افغان سفارت له تړل کیدو سره د ممبیي او حیدراباد کونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي

هندي رسنۍ وايي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان وروسته د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د دغه هېواد کونسلګریو ویلي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
د "هندو" ورځپاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو په حواله، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردک هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي.
په ورته وخت کې د «وایر» په نوم یوې بلې هندي رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي له خولې ویلي، چې د سفارت ټول کارونه به نن (سپتمبر ۳۰) ودرول شي.
تر دې مخکې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت دننه یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته د یوه مکتوب د کاپي په استولو سره تایید کړې وه، چې د دغه ډیپلوماټیک ځای د ځنډولو پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې ده.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالب چارواکي د پاکستان، ایران، چین او ترکمنستان په ګډون په څو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې حضور لري.
طالبانو د يوې موسسې بندي کړي ۴ کارکوونکي بيرته خوشې کړل

طالبانو په کابل کې د نړیوال مرستندویه ماموریت یا IAM په نوم د یوې خیریه موسیسې څلور کارکوونکي خوشې کړي دي.
دغو کسانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغې موسسې څلور کارکوونکي د دوه موټروانانو په ګډون خوشې کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د دې موسسې ټول نیول شوي کسان به راخوشې کړي.
سرچیني د دغو کسانو د نیول کیدو او بیرته خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم موسیسې هم تراوسه په دې اړه تبصره نه کړې.
د IAM خیریه موسسې په سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې طالبانو يې ۱۸ کارکوونکي په غور ولایت کې نیولي دي.
د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالوحد حماس غوري فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړی وه، چې داسې اسناد او غږیز پیغامونه يې ترلاسه کړی چې ښيي دغو نیول شویو کسانو خلک مسیحیت ته رابلل.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
مستقلو سرچینو تراوسه د غوري دا ادعا نه ده تایید کړې.
یوناما: د طالبانو لخوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو خلاف دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما وايي، د طالبانو له خوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو د مکلفیونو خلاف دي.
یوناما نن دا خبره پر خپلې اېکس شبکې کړې او ویلي دي چې طالبانو د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني، د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا، افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د پوهنتون استاد رسول پارسي نیولي چې باید دې خپلسري نیونو ته د پای ټکی کېدي.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ نن پر اېکس شبکې له طالبانو غوښتنه کړې چې دوی دې له کوم شرط پرته ژر تر ژره ژولیا پارسي او ندا پروانې خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.
بل پلو بیا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو افغان مېرمنو نن د طالبانو له خوا د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د یو شمېر غړو، په ځانګړې توګه ژولیا پارسي او ندا پرواني پر نیول کیدو اعتراض کړی دی.
په هغو ویډیوګانو چې د ځواکمنو ښځو د اصلي خوځښت مشرې مونسې مبارز ازادي راډیو ته استولي، اعتراض کوونکو په کې د دغو فعالانو له بې قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د سنبلې پر ۲۱مه په کابل کې نیول شوي دي.
ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او نور لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ کاپېسا کې د یوې نوې لېسې د جوړولو خبر ورکړ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د کاپیسا ولایت د مرکز محمودراقي په هروکي سفلي کلي کې چې په وینا یې ډېر بېځایه شوي او راستانه شوي په کې اوسي، د یوې نوې لېسې د جوړولو خبر ورکړی دی.
د دې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې نن په خپل اېکس شبکه کې خبر ورکړی، چې دغه لېسه به سلګونو نورو زده کوونکو ته د تعلیم ښه چاپېریال برابر کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ لیکلي، چې «د افغانستان راتلونکی د هلکانو او نجونو په تعلیم کې دی.»
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه د زمري/اسد پر ۲۰مه، په اعلامیه کې ویلي وو، چې دغه ښوونځی به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ د ۳۸زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شي.
ازادۍ جبهې بیا بګرام کې پر طالبانو د برید ادعا کړې ده

د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې تېره شپه یې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه د طالبانو پر یوه قرارګاه په حمله کې ۵ طالبان وژل شوي او د دوی د یوه سرګروپ په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.
د ازادۍ جبهې نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، دوی بګرام ولسوالۍ پر ودانۍ حمله کړې، چې په یو ساعته نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغې جبهې لیکلي، چې د دوی وسلوالو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو د دې پېښې په باب تبصره نه ده کړې.
خپلواکو سرچینو هم دغه ادعا نه ده تایید کړې.
بنیت د افغان ښځینه فعالانو پر نیول کیدو اندېښنه وښوده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د ښځینه فعالانو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده.
ریچارد بنیت نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، د ښځو د حقونو د مدافعانو ژولیا پارسي، ندا پرواني او د هغوی د کورنیو غړو د نیول کېدو او خپلسري توقیف له کبله سخت اندېښمن شوی دی.
بنیت له طالبانو غوښتنه کړې، چې دوی له کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.
د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول.
ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د وږي یا سنبلې پر ۲۱مه په کابل کې نیول شوي دي.
ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او نور لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.