د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

په زابل کې بې وسه مېرمنې لیک لوست او خياطي زده کوي


د زابل ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې يې د ښځو لپاره د خياطي او سواد د زدکړې کورس جوړ کړی دی. دوی وايي، په يوه نيمه مياشت کې به يو شمېر استادان ښځو ته خياطي ور زده کړي، او له دې سره به هغه کورنۍ چې سرپرستان نه لري، له اقتصادي پلوه به يې ستونزې کمې شي.

د ښځو لپاره د سواد د زدکړې او خياطي دغه پينځه څلوېښت ورځنی کورس د زابل په مرکز کلات کې پرانيستل شوی دی، چې شل تنې ښځې پکې برخه اخلي.

په دغه کورس کې به ښځې په يوه نيمه مياشت کې ليکل، لوستل او خياطي زده کړي.

چارواکي وايي، د زابل ولايت مقام او د سولې ولايتي شورا په ګډه دغه کورس جوړ کړی دی، او هدف يې د هغو کورنيو اقتصادي ستونزې کمول دي، چې نارينه سرپرستان نه لري، او چلول يې د ښځو پر غاړه وي.
د کورس يوه برخه واله وايي، ماشومان اولادونه ور له غاړې دي، که يې په دغه کورس کې خياطي زده کړه، نو خپلو اولادونو ته به يې هم ور وښيې، او بيا به په پيسو د خلکو جامې جوړوي، چې په دې توګه به يې ليږ لاس خلاص شي.

"غريبان يو، بې چاره يو، کوچني اولادونو مو له غاړې دي، په کور کې يو وزرې يم، چې خياطي زده کړم، لومړی به يې اولادونو ته ور وښيم، بيا به يې خوېندو او همسايه ګانو ته ور زده کړم، له هغه وروسته به موږ په بيه د خلکو کالي جوړوو، ډېر څه به لاسته راځي، او ښه ګزاره به مو پرې کېږي."

د کورس يوه بله برخه واله بيا وايي، چې په دې سربېره که دوی ته د چرګو، او وزو د ساتلو زدکړې ورکول شي، او فارمونه هم ورته جوړ کړل شي، اقتصادي ستونزې به يې بېخي ختمې شي.

دا وايي، په اوسني کورس کې تر خياطي د سواد په زده کړه خوشحاله يم.

"ډېر شيان به زده کړو، هغه څوک چې بې سرپناه دي، او د کور سرپرست نه لري، دا د هغوی لپاره ډېر ګټور کار دی، هغوی به يو څه زده کړي او بيا به کولای شي خپل کورونه وچلوي، خو ښه خبره دا ده چې په دې کې سواد هم ور زده کېږي."

د زابل د والي د دفتر رييس غلام سرور رسولي وايي، چې د دغه کورس تر پای ته رسېدو وروسته به ښځو ته ماشينونه، د خياطي سامانونه، او يو څه نغدي مرسته هم ورکول شي.

دی وايي، په دې کورس کې شل ښځې نه، بلکې شل کورنۍ زده کړې کوي.

"دا د سولې د شورا او د زابل د ولايت مقام په همکارۍ د شلو خوېندو لپاره د پينځه څلوېښت ورځو په موده کې بشپړېږي. په دې کې ماشينونه او د خياطۍ نور وسايل هم ورکول کېږي، په دې سربېره دوه استادان په دغه کورس کې ښځو ته سواد هم ور زده کوي."

د زابل ډېری هغه ښځې چې د کورنيو نارينه سرپرستان يې په جګړو او چاودنو کې وژل شوي دي، دا مهال د خپلو ماشومانو د ساتلو په موخه فقر کوي.
XS
SM
MD
LG