د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول وايي، له امریکايي چارواکو سره په دې سلا شوي، چې په قطر کې به د طالبانو لپاره پرانیستل کیدونکې دفتر یوازې د سولې د خبرو لپاره د تماس یو دفتر وي او طالبان به ترې د نورو اهدافو لپاره کار نه اخلي.
نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته سره خبرو کې یو وار بیا د افغان حکومت ځینې شرطونه تکرار کړل او ویې ویل، چې امریکايي لوري ورسره دا شرطونه منلي دي، د ښاغلي رسول په وینا په دې دفتر کې به هغه طالبان راځي، چې ريښتیا د طالبانو استازي و اوسې او باید د افغانستان د سولې د عالي شورا سره چې د افغانستان استازیتوب کوي خبرې وکړي . نوموړې د خپلو نورو شرطونو په اړه وویل:
"بل شرط دا دی، باید هغه دفتر چې په قطر کې د طالبانو لپاره پرانیستل کیږي، یوازې د خبرو اترو لپاره د تماس یو دفتر وي.
هغه به د طالبانو لپاره یوه نمایندګي ، یو مرکز یا د طالبانو یو سفارت نه وي او طالبان نه شي کولای چې له هغې څخه د پیسو د راټولولو او یا بلې سیاسې ګټې لپاره کار واخلي . چې دا وړاندیزونه دواړو خواوو ومنل ."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل، چې اوس باید په دې اړه د قطر له چارواکو سره چیرې چې دطالبانو لپاره دفتر جوړیږي خبرې وشي او قطر حکومت هم باید زموږ دا شرایط تضمین کړي .
دا چې کله له قطر سره په دې اړه خبرې پیلیږي؟ ښاغلي رسول وویل دوي یو چوکاټ رامنځته کړی او اوس به په دې اړه چې قطر سره څنګه خبرې وشي، د طالبانو ريښتیني استازي څنګه معلوم شي، کار کیږي .
نوموړې وویل، د امریکايي چارواکو سره یې دا پریکړه هم وکړه، چې که چیرې مقابل لوری د دوي ځینې شرایط ونه مني لکه د افغانستان اساسي قانون، د رسنیو ازادي، د ښځو حقونو او نور دا هم ممکنه ده چې هیڅ خبرې اترې ونه کړو .
د ښاغلي رسول په وینا که چیرې د قطر بهیر بریالی نه شي دا په دې مانا نه ده چې موږ به یو بل دویم یا درییم هیواد چې د سولې د خبرو اترو امکانات په کې و اوسي انتخاب نه کړو .
د امریکايي چارواکو سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون پر مسله د شویو خبرو په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دې اړه په واشینګټن کې عمومي خبرې شوې او یو عمومي چوکاټ ورته جوړ شوی ، او پر جزییاتو به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې دوام وکړي .
د زلمي رسول په وینا که څه هم تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې چې څومره امریکايي سرتیري به په څو پوځي اډو کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي ، خو د پاتې کیدونکیو سرتیرو د رول په اړه بحث وشو . زلمی رسول وايي دوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو روزي ، تجهیزوي به یې سلا مشورې به ورکوي او د تروریزم او القاعده پاتې شونو خلاف به جګړه کوي خو دننه په افغانستان کې به دا ځواکونه جګړه نه کوي .
د ازادۍ راډیو د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له بهره پر افغانستان برید وشي ددې سرتیرو رول به څه وي ، ایا په دې اړه په راتلونکې امنیتي تړون کې څه شته ؟د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل:
"په دې اړه مخکې د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون کې یوه ماده راغلې چې که چیرې افغانستان د بهرني ګواښ سره مخ کیږي او د افغانستان حکومت له امریکا مرسته وغواړي نو په هغه صورت که به امریکا د افغانستان د دفاع لپاره خپلې سیاسي ، او نظامي لارې چارې په کار اچوي ، خو په جزییاتو یې چې دا دفاع به په څه ترتیب وي ، دا د امنیتي تړون په اړه زموږ د خبرو اترو یوه برخه ده."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل دوی به هڅه وکړي چې د امریکا سره د امنیتي تړون په برخه کې او افغانستان کې پاتې کیدونکیو امریکايي ځواکونو ته د قضايي مصونیت په برخه کې داسې شرایط رامنځ ته کړي چې هم افغانانو ته د منلو وړ وي او هم یې امریکا ومني .