د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

ساپی: القادري د اساسي قانون له مخې د سیاسي هلو ځلو حق نه لري


د تحریک منهاج القرآن په نوم د ادارې مشر ډاکتر طاهر القادري، له اوږدو ناندریو وروسته د یکشنبې په ورځ دخپلو زرګونو پلویانو په ملتیا له لاهور څخه اسلام اباد ته اعتراضي لاریون پیل کړ.

نوموړی، چې کاناډايي تبعه دی، تر پنځه کلنې مسافرۍ وروسته تیره میلادي میاشت پاکستان ته راغی او سمدستي يې د اداري او انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

قادري هغه مهال وویل، چې د دې کار لپاره به د مصر د تحریر څلور لارې په شان سلګونه زره خلک په اسلام اباد کې د جمهوري ریاست او پارلمان ودانیو مخې ته راغونډوي.

په لومړي سر کې دمسلم لیګ ق او متحده قومي غورځنګ په ګډون د یوشمیر سیاسي و مذهبي ډلو د ملاتړ له وجې؛ داسې انګیرل کېده، چې ښايي دغه لاریون او اجتماع د اسلام اباد د واکمنو لپاره یو سرخوږی ثابت شي؛ خو ترڅو جلسو وروسته یادو ډلو، چې په عین حال کې په ایتلافي حکومت کې هم شاملې دي؛ د قادري له ملاتړه لاس واخیست او د هغه هڅې يې بیزایه وبللې.

په عین حال کې په چاپي او تصویري مطبوعاتو کې د قادري د دې لاریون او غوښتنو په باب ډول ډول خبرې کیږي؛ ځينې مبصرین یې ملاتړ کوي، خو یوشمېر نور بیا د هغه تیر سیاسي ژوند ته په پام نوموړی هم د اوسنیو واکمنو په شان یو سیاسي سوداګر بولي.

ژورنالیست او ورځپاڼه لیکونکی سلیم ساپی وايي؛ نه یواځې دا چې قادري په تیرو وختونو کې د جمهوري ادارې مخالفت او د پوځي مداخلې غوښتنه کړې، د اساسي قانون له مخې د سیاسي هلو ځلو او مبارزې حق نه لري؛ ځکه چې دی د یوې "ان. جي. او" یعنې منهاج القران مشر دی؛ نه د کوم سیاسي ګوند :

"د انتخاباتو کمیسیون او نورو مربوطه ادارو کې د پاکستان عوامي تحریک په نوم سیاسي ګوند راجسټر دی؛ نه منهاج الرقان او د هغه مشري هم دا وخت له ډاکتر طاهر القادري سره نه بلکې له ښاغلي مسکین سره ده.

پاتې شوه د منهاج القران خبره نو دا خو د یوې "ان. جي. او" په نوم راجسټر دی، نه د سیاسي ګوند، ځکه نو د اساسي قانون له مخې د ده سیاسي مبارزه او هلې ځلې ناقانونه دي او د دې کار هیڅ اجازه نه لري."


ساپی وايي، د پاکستان په اداري او اتخاباتي سیسټم کې موجودې ستونزې نوې نه بلکې د کلونو راهیسې موجودې دي؛ خو په خبره يې نه پوهیږي، چې قادري ترې څنګه نه وو خبر او په داسې وخت کې يې دا ناره پورته کړه؛ چې انتخاباتو ته یواځې څو میاشتې پاتې دي.

د منهاج القران ادارې، چې ډاکتر طاهرالقادري يې مشري کوي، یوتن مشر ښاغلی عباسي بیا دغه اعتراضات بیځایه ګڼي او وايي، چې مشر يې که څه هم بهرنی تابعیت لري؛ خو د پاکستان ملي ګټو ته ژمن سړی دی او غواړي واک ته د اهل خلکو د رسیدو لارې اوارې کړي :

"ډاکټر طاهر القادري سمدستي په انتخاباتو کې د ګډون نه خبره نه ده کړې؛ هغه خو یواځې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

بله دا چې د ډیرو مذهبي ګوندونو مشران د امریکا او نورو هیوادونو سفارتونو ته په کتار کې ولاړ وي او هلته تګ راتګ کوی.

درېيمه خبره دا ده، چې د مشرف د واکمۍ پرمهال تر ټولو وړاندې موږ د اعتراض غږ پورته کړ؛ پاتې شوه، د جمهوریت خبره نو په دې پنځو کلونو کې د ښاغلي زرداري حکومت کوم اصلاحات راوستل؟

ایا بیا به هم همدا ازمویل شوي او سولیدلي خلک واک ته رسیږي؟ که سل وارې انتخابات وشي خو ترهغې چې په سیسټم کې اصلاحات نه وي راغلي په پاکستان کې اصلاحات او بدلون نشي راتلی."


طاهر القادري په یوه تازه مرکه کې ویلي؛ چې حکومت غواړي، چې په هماغه لاره انتخابات وکړي، چې په خبره يې د جعلي اسنادو لرونکي، په اداري فساد کې ککړ، له درغلیو ډک او داسې خلک چې جنايي سابقه لري بیا واک ته ورسیږي.

قادري په عین حال کې د انقلاب نارې هم وهي، خو وايي، چې د انقلاب له کملې څخه یې مخصد سوله او امن دی. د ده په خبره د دې کار لپاره باید هرډول بنسټپالنه، تروریزم او درغلي له منځه یوړل شي.

پاکستان دا مهال د خراب اقتصادي وضیعت، د طالبانو او القاعده سره تړلو ناکراریو او فرقه یي شخړو سره لاس و ګریوان دی.

که څه هم نوموړی خپلې هلې ځلې له دغو بدبختیو څخه د ولس د نجات لپاره بولي؛ خو اسلام اباد او نور سیاسي ګوندونه پرې تورلګوي، چې هغه غواړي انتخابات ګډ وډ کړي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG