د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

"۱۲۰ زره بهرني کارګران په افغانستان کې په کارونو بوخت دي"


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه
دافغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت او دسوداګرۍ او صنایعوخونه وایی، اوسمهال په هیواد کې څه باندی یولک بهرني کارګران کارونو بوخت دی چې له دې جملې څخه څه باندی اولس زره په رسمی توګه راجسترشوی او الکترونیکې کارټونه ورکړل شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې اوسمهال څه باندی درې میلیونه خلک د کار د نشتوالي له امله له اقتصادي ستونزو شکایت کوي؛ خو ویل کېږي، چې همدا اوس څه باندې یولکو شل زره بهرني کارګر د هیواد په مختلفو سیمو کې په مختلفو کارونو بوخت دي.

د سوداګرۍ او صنایعود خونې ريیس قربان حقجو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره په ګډه د دوشنبې په ورځ یوې خبري ناسته وویل، چې هڅې روانې دي، چې د افغان کارګرو کاري ظرفیتونه لوړ شي؛ څو ورو ورو د بهرنیو کارګرو ځای ونیسي:

"د هیواد په سلو کې درې دېرش فعال اتباع وزګار دي؛ یعنې نهه میلیونه چې د کار توانایي لري؛ درې میلیونه یې وزګار دي. خوله بده مرغه موږ کارونه بهرنیو کارګرو ته ورکوو. د دې علت د افغان کارګرو د مسلکي ظرفیتونو ټیټوالی دی او ترڅو چې زموږ د کارګرو ظرفیتونو لوړیږي د ضرورت له مخې مجبور یو، چې بهرني کارګر په کارونو وګمارو."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه وویل؛ هڅې تیزې شوي، څو د امکان ترحده په هیواد کې دننه کارونه افغان کارګرو ته وسپارل شي. خو په کوم ځای کې چې مسلک او مهارت په پام کې نیول کيږي، بیانو ضروري ده چې، د څه مودې لپاره کارونه بهرني کارګرو ته ورکړل شي.

ښاغلي همراه وویل، د کار د قانون له مخې یې بهرني کارګرو ته الکټرونیکي کارډونه ترتیب او تراوسه یې شاوخوا اولس زره بهرني کارګرو ته معتبر اسناد ورکړي دي.

ده بهرنیو کارګړو ته د کار د رسمي جوازونو په هکله وویل:

"بهرنیو اتباعو ته د الکترونیکي جوازونو د توزیع د پروژې هدف په کارونو کې شفافیت دی. د دې لګښت پنځه لس میلیونه افغاني ده او د یو جواز فیس په یوه کال کې اوه زره او پنځه سوه افغانۍ ده.

د حکومت عواید په یوه کال کې یوسلو درې دېرش میلیونه افغانۍ او تراوسه مو اولس زره، شپږسوه او نهه شپیته تنه بهرني کارګر راجسټر کړي دي."


په افغانستان کې د کار د نشتوالي ستونزه نوې مساله نه ده؛ بلکې کلونه کلونه کيږي، د دې هېواد خلک ورسره مخ دي.

همدا اوس د دې هېواد په میلیونونو خلک په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي او ډېر یې په هیواد کې د کار د نشتوالي له امله نه حاضرییږي؛ چې هیواد ته ستانه شي.

سربیره پر دې هغوی چې په وروستیو کلونو کې هیواد ته ستانه شوي هم له بیکارۍ شکایت کوي.

له دی هیواده هرکال په زرګونو زلمیان هڅې کوي؛ چې هرډول خطر ته غاړه کيږدي او په قانوني او غیرقانوني لارو ځانونه بهرته ورسوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG