د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

یو پلاوی په میربچه کوټ کې د ۵ تنو د وژنې پېښه څړې


Afghanistan - Government logo, 28Oct2011
Afghanistan - Government logo, 28Oct2011
د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د تیرې جمعې ورځې له خونړۍ پیښې وروسته جمهوري ریاست یو پلاوی وګماره تر څو د دغې پیښې څرنګوالی معلوم کړي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې مطبوعاتي موسول احسان الله طاهري وویل؛ د دغه پلاوي په جوړښت کې د ملي امنیت، سیمه ییزو ارګانونو او کابل ولایت استازي برخه لري؛ چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال یې مشري کوي.

طاهري چې د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې؛ وویل، ټاکل شوی پلاوی به یوه اونۍ وروسته جمهوري ریاست ته خپل کاري رپوټ وړاندې کړي.

"د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او سرپرست یو پلاوی وټاکه چې دا پیښه وڅیړي.

دا هیات وظیفه لري، چې په یوه اونۍ کې خپل ګزارش جمهوري ریاست ته ورکړي؛ هیات موظف ده چې د سیمې له اوسیدونکو، د ولسوالۍ له مسولینو او د کابل د ولایتي شورا له استازو سره مستقیمې خبرې وکړي او دغه موضوع همه جانبه بررسي شي. د پیښې علل، متخلفین او متضررین باید تشخیص شي. "


د راپورونو له مخې د عامه نظم پولیسو د میربچه کوټ ولسوالۍ پخوانی امنیې قومندان یاردل نظامي او د هغه د کورنۍ څلور غړي هغه مهال په ډزو ووژل چې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د کور په لور روان وو.

د سیمې اوسیدونکي بیا ادعا کوي، چې یاردل نظامي او د کورنۍ څلور غړي یې د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو د رییس په لمسون وژل شوي دي.

د میربچه کوټ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته د پيښې د علت په اړه داسې وویل:

"د جمعې په ورځ یوه نښته رامنځ ته شوه، د عامه نظم پولیسو قومندان یاردل او د هغه څو کسان په ډزو ووژل.

پولیس او یار دل دواړه د یوه کلي وو، خو یو څه اختلافات یې درلودل، په همدې ورځ د محلي شورا رییس ټاکل کېده؛ پولیسو د یوه چا ټاکل کیدل غوښتل او قومندان د بل چا، همدا وو چې نښته رامنځ ته شوه او دغه کسان د پولیسو له خوا ووژل شول."


له زیاتو هڅو سره سره ونه توانیدو چې د دغو ادعاوو په اړه د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د ریاست نظر را واخلو.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ چې د پیښې پرمهال د عامه نظم قومندان په سیمه کې نه وو.

"اوس به دا له وخته مخکې وي، چې موږ په یو چا باندې اتهامات وارد کړو، د نظم عامه عمومي قومندان د پیښې پرمهال په ساحه کې نه و؛ اوس به له وخته مخکې وي، چې موږ په دې اړه کوم خاص نظر ورکړو.

تراوسه معلومه نه ده چې د میربچه کوټ ولسوالۍ د پیښې لپاره به د ټاکل شوي پلاوي څیړنې کومه نتیجه ولري او که نه؟"


له دې وړاندې هم افغان حکومت د ورته پیښو د څیړلو لپاره حکومتي پلاوي ګمارلي دي؛ خو د پیښو عاملین ترډیره د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG