تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۷

"په میدان وردګ کې د ۷ ملکيانو د وژنې په اړه څېړنې کیږي"

د میدان ودرګو چارواکي وايي، اوه ملکي کسان د یکشنبې په سهار وروسته له هغې ووژل شول او یو بل ټپي شو، چې غوښتل یې د یوه نړیدلي جومات له خاور څخه د وژل شويو وسله والو مخالفینو مړي وباسي.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهد الله شاهد ازادي راډیو ته وویل؛ د سید اباد ولسوالۍ په حسن خیلو سیمه کې په دغو خلکو چاودنه شوې.

هغه وویل، له دې چاودنې مخکې څلور وسله وال مخالفین چې له جومات څخه یې د سنګر په حیث کار اخیستی و، د افغان او اتیلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي و او جومات هم نړیدلی:

"وسله والو په ګډو ځواکونو باندې برید کړی دی، وروسته له بریده نښته رامنځ ته شوه، څلور مسلح کسانو چې واسکټونه یې هم درلودل په جومات کې یې سنګر نیولی و، وژل شوي دي، له دې سره جومات هم نړېدلی دی.

سهار چې خلک لمانځه ته راځي، غواړي د وسله والو مړي له جومات څخه وباسي، دا معلومه نه ده، چې د دوی واسکټ چاولی او که له دوی سره نور مواد هم وو."


ښاغلي شاهد وویل، په دې اړه به تحقیقات وشي، چې په ملکي خلکو چاودنه د وسله والو مخالفین د ځان وژونکې حملې واسکټ له امله رامنځ ته شوې او که کوم بل عت لري.

وسله والو طالبانو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ادعا یې کړې، چې یاد ملکي کسان د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبارډ کې وژل شوي دي.

یو شمیر کسانو چې ځانونه یې د پیښې د سیمې اوسیدونکي بلل هم په تلیفوني اړیکو کې ازادي راډیو ته ورته ادعا وکړه.

طالبانو په یوې اعلامیې کې منلې، چې د دوی دوو کسانو په یوه جومات کې پناه اخیستې وه.

د میدان وردګو د ولایتي شورا رییس شیرشاه له ازادي راډیو سره په تماس کې وویل؛ چې د پیښې ساحه لرې ده او دوی ته هم بیلابیل معلومات ورسیدلي دي:

"لکه څرنګه چې هغه ساحه ډیره لرې ده، په دقیقه توګه څوک نه شي ویلای، چې د چا راپور سم دی. لومړی داسې وویل شول، چې بمبار شوی دی، خو وروسته چې موږ له امنیتي ارګانونو څخه احوال واخیست؛ هغوی ویل، چې بمبار نه دی شوی، د جومات په منځ کې یا یې ترڅنګ کومه چاودنه شوې ده."

بهرنیو ځواکونو تراوسه د یادې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د میدان وردګو د والي ویاند ازادي راډیو ته دا خبره رد کړه؛ چې ملکي کسان دې په بمباري کې وژل شوي وي.
​
XS
SM
MD
LG