د امريکا ولسمشر وايي تر ټاکلي مهالوېش څو مياشتې مخکې په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت په ملاتړي رول بدلېږي.
بارک اوباما چې له خپل افغان سيال حامد کرزي سره يې تېره شپه ناوخته په يوه ګډ کنفرانس کې خبرې کولې، دا څرګنده نه کړه چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به څومره امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او افغان سيال يې حامد کرزي په ګډ کنفرانس کې وويل، ټاکل شوې په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت د روان ميلادي کال په پسرلي کې تر پخواني مهالوېش څو مياشتې مخکې، د افغان ځواکونو په ملاتړي رول بدل شي.
اوباما دغه اعلان پرون په سپينه ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر کتنې وروسته وکړ:
”په دې پسرلي کې به افغانان په ټول هېواد کې په رهبرۍ کې وي. د دې معنى دا نه ده چې د امريکايي ځواکونو په ګډون به ائتلافي ځواکونه نوره جګړه نه کوي. دوى به له افغان پوځيانو سره په ګډه جګړه کوي. په دې معنى چې که څه هم افغانان به رهبري اخلي، زموږ حضور او د کار بڼه به بدله وي، موږ به د روزنې، مرستې او سلا مشورې رول لرو.”
ټاکل شوې وه امريکايي ځواکونه په ٢٠١٤م کال کې د بهرنيو جنګي ځواکونو تر وتلو مخکې د روان ميلادي کال په دوبي کې خپل جنګي رول بدل کړي.
د امريکا ولسمشر ونه ويل چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به څو امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي. خو ويې ويل چې له ولسمشر کرزي سره يې په خبرو کې تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د امريکا د ”ممکنه” حضور مسئله هم شامله وه.
بارک اوباما وويل که چېرې د افغانستان محاکم امريکايي پوځيانو ته د دوه اړخيز امنيتي تړون له مخې قضايي خونديتوب ورنه کړي، امريکا به تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې کوم سرتېرى ونه لري، پر دې امنيتي تړون د واشنګټن او کابل له خوا بحثونه روان دي.
له واشنګټن څخه په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې اوباما پر دې غور کوي څو تر ٢٠١٤م کال وروسته له شپږو زرو تر پنځلسو زرو پورې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي، چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي او مرسته يې وکړي.
که چېرې ټول امريکايي پوځيان له افغانستان څخه وځي، له دې سره به نوي ټوکېدلي افغان ځواکونه له روزونکو او د امريکا له هوايي ملاتړ څخه بې برخې شي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې وويل چې له خپل امريکايي سيال سره يې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان پر ليدلوري هم بحثونه وکړل:
”موږ د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانيستلو هم موافقه وکړه، هلته به طالبان د افغانستان د سولې عالي شورا له استازو سره په مستقيم ډول خبرې وکړي او د پاکستان په ګډون به د مهمو سيمه ييزو هېوادونو مرسته هم راجلبوي.“
بله خوا په فرانسه او کاناډا کې پخوانى افغان سفير عمر صمد چې دا مهال په امريکا کې د سولې د انستيتوت يو کارپوه دى، په تېر يوولسو کلونو کې واشنګټن ته د ولسمشر کرزي دا سفر مهم وباله:
”موږ په افغانستان کې د امريکا تر مشرتابه لاندې د ناټو د پوځ د جنګي ماموريت پاى ته نژدې کېږو. موږ د مسووليتونو انتقال ته ورنژدې کېږو، چې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز لحاظ ګڼ اړخونه لري.”
ولسمشر کرزي وويل چې ده او اوباما پر دې هم موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د توقيفځايونو مسووليت به په بشپړه توګه افغان لوري ته سپارل کېږي.