واشنګټن ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی( په دې اړه د پریکړې لپاره لا زړه نازړه توب پر ځای پاتې دی).
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي:
د امریکا حکومت وايي، که د القاعده شبکې پر ضد په مبارزه کې کافي پرمختګ وشي او افغان حکومت له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو ته له قانوني تعقیب څخه مصونیت ورنه کړي نو خپل ټول ځواکونه به له دغه هېواد څخه وباسي.
ورځپاڼې د امریکا د ملي امنیت د سلا کار د مرستیال بینیامین ردوس په حواله لیکلي، چې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو امریکايي سرتیرو د ویستلو پر مسله هم غور بحث کیږي.
خو واشنګټن ټایمز وايي، یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه واضحه او ښکاره اعلان به په افغانستان او سیمه کې د متحده ایالاتو متحدانو ته نا سم پیغام ورکړي.
د مطلب لیکونکی وايي:
له کله نه چې ولسمشر اوباما ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو د نیټې په توګه اعلان کړی دی، امریکايي مقامات په دې غورو بحث کوي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته څومره سرتیري په افغانستان کې وساتي څو د افغان ځواکونو د روزنې او له القاعده سره د مبارزې چارې پر مخ یوسي.
واشنګټن ټایمز زیاتوي په تدریجي ډول له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمیر او د ماموریت څرنګوالۍ هغه مسالې دي چې د ولسمشر کرزي او جمهور رئیس باراک اوباما ترمنځ پرې خبرې کیږي.
ورځپاڼه وايي، دا ډول یوه موافقه به په افغانستان کې د افغان قانوني تعقیب څخه د امریکايي سرتیرو د مصونیت په شمول ترسره کیږي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو موضوع څیړلې ده.
ورځپاڼه لیکې:
ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د جګړې په اړه داسې باور درلود چې دا جنګ په سمه توګه پرمخ ځي.
خو له لنډ وخت وروسته يې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره مهالویش اعلان کړ.
واشنګټن پوسټ لیکې :
ولسمشر اوباما ددوهمې ریاستي دورې د انتخاباتو پر مهال له افغانستان څخه د اضافي استول شوو سرتیرو د وتلو پروسه چټکه کړه او اوس وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په دغه هیواد کې لوی شمیر سرتیري په افغانستان کې نه پریږدي.
د مقالې د لیکونکې په وینا کارپوهان په دې نظر دي چې د امریکا د ولسمشر دا ډول اشارې په دې معنا دي چې متحده ایالاتو د افغانستان په جګړه کې ماته خوړلې ده.
د ورځپاڼې په وینا د امریکا په حکومت کې ځینې کړۍ له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د یو کم شمیر سرتیرو د ساتلو پلوي کوي.دغه کړی وايي په افغانستان کې د دوه نیم زرو سرتیرو پریښودل به غوره او ددې اوږدې جګړې کم مصرفه لاره ده،خو د متحده ایالاتو زیاتره پوځي چارواکې دا شمیر سرتیري کم ګڼي او وايي:
دا امکان شته چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتل به د کابل د کمزوري حکومت د سقوط او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.