د نورستان ولایت د کامدیش او برګیمټال اوسیدونکي وايي، دوه کاله کیږي، چې د دوي په سیمه کې سیمه يیزو پولیسو ته تنخوا ګانې نه ورکول کیږي، کوم کسان چې په دندو ګمارل شوي، دندې ترسره کوي خو دندو د اجرا په بدل کې هیڅ نه ترلاسه کوي:
"په کامدیش او برګیمټال کې محلي پولیسو ته تنخواګانې نه ورکول کیږي، حکومت د نورستان ستونزو ته هیڅ پام نه کوي.
د محلي پولیسو تنخوا ګانې په لارو کې خوړل کیږي، په دوه کالو کې ورته تنخوا نه ده ورکړل شوې."
دوي وايي، سیمه يیزو پولیسو څو ځله وسله والو طالبانو سره جګړې کړي، له خپلو خلکو او ولسوالیو يي ساتنه کړې، چې په جګړو کې څو تنه محلي پولیس وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.
د سیمه يیزو پولیسو کار کوونکي په دوه کې حیران دي، له یوې خوا يي د حکومت په سر د طالبانو دښمني په سر اخیستې ده او له بل پلوه حکومت ورته معاشونه نه ورکوي، چې له امله يي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقیوم هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کامدیش او برګیمټال کې محلي پولیسو ته تنخوا ګانې نه دي ورکړل شوي:
"په برګیمټال او کامدیش کې محلي پولیس وايي، دویته معاشونه، نه لیږل کیږي او باید چې تنخوا ګانې ورکړل شي."
د نورستان امنيي قومندان سمونوال غلام الله نورستانی وايي، دوه کاله کیږي، چې په برګیمټال او کامدیش کې سیمه يیز پولیس ایجاد شوي خو تنخواګانې نه دي ورکړل شوي:
"تراوسه پورې دوي ته معاش نه دي ورکړل شوي، استحقاق نه منظوروي، وزارت داخلې موږ ته مکتوب راکړی دی.
دوه کاله وړاندې د قومندان شمس الرحمن په وخت کې دغه خلک په وظیفه کې استخدام شوي دي، اوس هم په وظیفه کې دي.
څوارلس پنځلس نفر شهیدان لرو، دغو خلکو ته فقط دوه میاشتې معاش چې ورک شوی و، ما وویسته او ور مې کړ، هم کامدیش او هم برګیمټال ته، نور ورته معاش نه دي ورکول شوي."
له تیرو دوه کالو څخه د کونړ په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ښه والي په منظور سیمه يیز پولیس رامنځته شوي، چې د خلکو په وینا په کونړ کې ګټور ثابت شوي او په شمالي ولایتونو کې د دې پرځای چې محلي پولیسو سره امنیت ډاډمن او خلک خوشحاله شي،امنیت يي خراب کړی او ولسونه يي خپه کړي دي.