د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړیو ویلي که چېرې ټول امریکايي سرتیري په یو مخیزه توګه له افغانستان څخه ووځي نو دا به د دې هېواد لپاره یو ناورین وي او په افغانستان کې به بیا کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي.
سره له دې، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د یو شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو سپارښتنه کړې، خو سپینې ماڼۍ یوه ورځ مخکې وویل، چې دوي په داسې یو انتخاب هم غور کوي، چې له مخې به یې ښايي له ۲۰۱۴ میلادي کال د ډیسمبر وروسته هیڅ امریکايي سرتیری په افغانستان کې پاتې نه شي.
د رویټرز خبري اژانس وايي، دا انتخاب او د افغانستان د ملي شورا د غړیو قهرجن عکس العمل به د جمعې په ورځ د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ خبرې اترې تر سیورې لاندې راولي.
رویټرز خبري اژانس، په ملي شورا کې د کندهار د استازي نعیم لالي له خولې ویلي:
"که چېرې امریکايي ځواکونه له کوم پلان پرته له افغانستان څخه ووځي، نو د نولسوه نویمې لسیزې کورنۍ جګړه به تکرار شي."
د لالي په وینا په یو مخیزه توګه د امریکايي سرتیرو وتنه به طالبانو ته د دې لاره هواره کړي، چې بیا واک ته ورسیږي.
په راپور کې د افغانستان د ملي شورا د بل غړي میرویس یاسیني له خولې ویل شوي دي، که چېرې امریکايي ځواکونه پرته له دې چې افغان امنیتي ځواکونه بشپړ وروزي او هغوي تجهیز کړي له افغانستان څخه ووځي، نو دا به یو ناورین وي.
د ولسي جرګې بلې غړې شکریې بارکزی ویلي دي، له ۲۰۱۴ م کال وروسته به د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتنه دا معنې ولري چې امریکا خپله ماتې مني.
رویټرز خبري اژانس وايي، په دې اړه چې کله دوي له طالب ویاند سره تماس ونیوه نو هغه ورته وویل، دا خبر تر اوسه ډیر په اوازو ولاړ دی او موږ پرې دم ګړۍ تبصره نه کوو.
فرانسې خبري اژانس د منځني ختیځ د انستیوت د یو څیړونکې ماروین وین باوم له خولې وايي، دا تمه لري چې حامد کرزی به په دې لیدنو کې د هوايي ځواک په شمول د افغان ځواکونو لپاره پر امریکا د تحهیزاتو له پلوه زور واچوي، چې یا یې ورته پریږدي او یا یې ورته برابر کړي.
همدا خبري اژانس د یو پخواني امریکايي ډیپلومات جیمز ډوبینز له خولې، چې په ۲۰۰۱ م کال کې د حامد کرزي د حکومت په جوړیدو کې ښکیل و، د افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ایستلو د انتخاب یادونه یو تکتیکې حرکت بولي، چې دده په وینا سپینه ماڼۍ پرې ولسمشر کرزي ته ښودل غواړې چې په دې خبرو اترو کې نوموړی د پخوا په مقایسه کم نفوذ لر ي.
د سپینې د ملي امنیت سلاکار بین روډیزویلي دا یو انتخاب دی، چې ښايي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې هیڅ امریکايي سرتیری پاتې نه شي.
د نوموړي په وینا له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدو په اړه پریکړه ښايي میاشتې ونیسي او د دواړو هېوادونو د امنیتي دلایلو په پام کې نیول سره به کیږي.