د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون په بشپړ ډول د اساسي قانون د نه عملي کیدو لامل د یو شمېر دولتي چارواکو شخصي ګټې او بې پروایي او له اساسي قانون څخه د عامو خلکو بې خبري بولي.
د دې کمیسیون مشرې سیما سمر د چهارشنبې په ورڅ په کابل کې د اساسي قانون د تصویب د نهمې کلیزې په مناسبت غونډې کې څرګنده کړه، چې د اساسي قانون او نورو قوانینو په اړه باید عامه پوهاوي زیاته شي ترڅو خلک یې پرځان تطبیق کړي.
میرمن سمر وویل، چې د اساسي قانون او نورو قوانینو سم عملي کیدل د ډیرو ستونزو او ناخوالو مخنیوي کوي او د عدالت د ټینګښت ترڅنګ حق حقدار ته رسوي:
"هرڅوک له خپل لید څخه اساسي قانون تعبیروي، د عامو خلکو ترڅنګ یو شمېر دولتي چارواکي هم اساسي قانون ته له خپل نظر څخه ګوری او له خپلو ګټو سره سم یې تعبیروي.
کوم کسان چې قانون ماتوي عام خلک او د قانون عملي کوونکي ادارې یې پر ضد ودریږي".
دې څرګنده کړه، چې په ډیرو سیمو کې د نا امنیو، زور زیاتي، د ښځو پر حقوقو د تیري او داسې نورو ستونزو علت د قوانینو بشپړ نه عملي کیدل دي او که دوام وکړي ښایی چې دا ستونزې نورې هم زیاتې شی.
په عین حال کې د بشري حقونو ځینې نور سازمانونه او مدنې ټولنې هم انتقاد کوي چې د اساسي قانون له تصویب څخه په افغانستان کې نهه کاله تیریږي خو اوس هم سم نه عملي کیږی او له دې امله په هیواد کې بي عدالتي او د نورو د حقوقو ترپښو لاندې کول ډیر دي.
د اساسي قانون د تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون هم دا مني چې په افغانستان کې اساسي قانون سم نه دی عملی شوی،د دې کمیسیون منشي ډاکټر محمد امین احمدي آزادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د حکومتي ارګانونو ترڅنګ د بشري حقونوخپلواک کمیسیون او عام خلک هم مسوولیت لري:
" که چیرې د بشر دحقوقو خپلواک کمیسیون خپل مستند راپورونه مونږ سره شریک کړي مونږ له دوی سره همکارۍ ته تیاریو.
هرمورد کې چې د افغانستان د وګړو له اساسي حقونو څخه د سرغړاونې پیښه وي د اساسي قانون پر عملي کیدو د څارنې کمیسیون د همکارۍ مسوولیت لري.
په افغانستان کې د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کول موجود دي او په دې کې د خلکو نه پوهاوی او په عدلي او قضایی ارګانونو کې د کافي ظرفیت نشتوالی رول لري.
همدا د دې لامل ګرځي چې د بشر له حقوقو څخه د سرغړاونکو په برخه کې قانون سم عملي نشي".
په بشپړ ډول د اساسي قانون او نورو قوانینو د نه عملي کیدو له امله د بشر د حقوقو له خپلواک کمیسیون څخه سربیره د بشري حقونو د دفاع ځینې نور ارګانونه هم شکایت کوي او دا یوه ډیره جدي مساله بولي.
دغه راز عام خلک هم شکایت کوي چې اساسي قانون په ډیرو مواردو کې د دولتي چارواکو لخوا نه دی عملی شوی او همدا موضوع د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ او لرې کیدو لامل ګرځیدلې ده.