د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۴

نړيوالو ورځپاڼو د ولسمشر کرزي د امريکا سفر څرنګه څيړلي؟


ګارډين:

ګارډين ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې ليکي، په داسې وخت کې چې افغان ولسمشر حامد کرزي په درې ورځني سفر واشنګتن ته رسيدلي دي، امريکايي چارواکو له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو د امکاناتو مساله راپورته کړې ده.

ګارډين ليکي، د کرزي د سفر په درشل کې د امريکا د ملي امنيت مرستيال بين راډس خبريالانو ته وويل، سپينه ماڼۍ دې ته چمتو شوې ده، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د اوسيدو پر ټولو امکاناتو خبرې وکړي، چې په دې کې دا هم ويل شوې دي چې يو مخ خپل سرتيرې له دغه هيواده بهر کړي.

ورځپاڼه بيا د جنوبي اسيا لپاره د بارک اوباما د مرستيال استازي ډوګ لوټ خبره رااخيستې ده چې وايي، د ولسمشرانو اوباما او کرزي په خبرو کې په افغانستان کې د پاتي کيدونکو امريکايي پوځيانو پرشمير خبرې نه کيږي.

ګارډين بيا څرګندوي، چې په افغانستان کې د پاتي کيدونکو امريکايي پوځيانو شمير په دې پورې تړلي دي چې القاعده لاڅومره غښتلې ده او د افغان ځواکونو زور څومره رسي.

ګارډين ورځپاڼې بيا په يوې بلې مقالې کې ليکلي دي چې د کرزي او اوباما خبرې به په افغانستان کې د امريکا تر پوځي ستراتيژۍ راوڅرخي او له طالبانو سره به د سولې د خبرو مساله هم دواړه مشران وڅيړي.

ورځپاڼه په همدې مقالې کې بيا د ولسمشر کرزي په وينا ليکلي دي، چې د امريکا له جمهور رييس سره به په افغانستان کې د امريکا پر پوځي ماموريت خبرې وکړي، خو حامد کرزي ويلي دي، چې دې د افغانستان په کليو کې د امريکا له پوځي حضور سره مخالف دي او غواړي چې امريکايي ځواکونه افغانستان له هغو وسله والو وساتي چې له پاکستانه افغانستان ته اوړي او جګړې کوي.

د ګارډين ورځپاڼې په باور حامد کرزي همدا راز له امريکا غواړي چې افغان ځواکونو ته هلکوپتر ورکړي، درنې وسلې ورکړي او نور پرمختللي پوځي وسايل ورکړي.

همدا راز جنګي الوتکي ورکړي د دې ترڅنګ افغان ولسمشر له امريکا غواړي چې د افغانستان په بيا رغاونه کې مرستې وکړي او په بشري برخه کې هم له افغانانو سره کومکونه وکړي.

نيويارک ټايمز:

د افغان ځواکونو د روزنې په اړه بيا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي دي چې امريکايي پوځي چارواکو په افغانستان او واشنګتن کې پر داسې پلان کار کړي دي چې کومانډو ځواک وروزي څو د ترورستانو پرضد جګړه وکړي خو د ورځپاڼې په باور دا ځواک هم لوژيستکي ملاتړ ته ضرورت لري او هم هيلکوپتر او جنګي الوتکو ته.

وال ستريټ ژورنال:

وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د پاتيدو په اړه مقاله خپره کړې ده او ليکي چې سپيني ماڼۍ ته دفاع وزارت څرګنده کړې ده، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته کيداي شي چې درې زره يا شپږ زره پوځيان په افغانستان کې پريږدي او يا هم دا شمير تر نهو زرو پورې وي. ورځپاڼه بيا د ناټو د چارواکو خبره رااخلي چې وايي تر شپږ زره لږ پوځيان به په افغانستان کې امنيتي خلا ډکه نه کړي.

خو وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه څرګندوي، چې پر دې مسالې به خبرې وشي او لکه څرنګه چې په عراق کې خبرې وشوې خو هلته عراقي چارواکو امريکايي پوځيانو ته دا واک ورنه کړ چې دوي به د امريکا له قانون سره سم محاکمه کيږي، نو د همدې لپاره په دوه زره يولسم کال کې ټول امريکايي عسکر له عراقه ووتل. د ورځپاڼې په باور اوس که چيرته په افغانستان کې افغان چارواکي د محاکمې خبره ونه مني نو امريکايي پوځيان ښايي ټول له دغه هيواده بهر شي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د امريکايي او نآټو ځواکونو له پخواني قوماندان جنرال سټينلي مککرسټل سره مرکه خپره کړې ده چې وايي، که موږ افغانستان همداسې پريږدو چې خوندي نه وي نو دا به ګرانه شي چې پاکستان دې هم مصون شي.
XS
SM
MD
LG