د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۷

زابلي: د کریم خلیلي ورور په کابل کې ۱۵۰۳ غصب کړې ده


د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د جمهور رییس د دویم مرستیال کریم خلیلي پر ورور حاجي نبي تور لګوي؛ چې په کابل کې یې د دفاع او کرنې د وزارتونو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

زلمي زابلي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د کابل د دارالامان په سیمه کې د حاجي نبي په نوم ښارګوټي د دفاع د وزارت په ځمکې جوړ شوی دی.

هغه وویل، چې د کرغ د غره په لمنه کې هم نوموړی له زرو جریبو ډیره ځمکه نیولې ده.

نوموړي همداراز په بغلان کې د څه باندې یوویشت زره جریبو ځمکې یادونه وکړه چې د ده په وینا د جمهور رییس د دویم مرستیال ورور نیولې ده:

"ټوله یویشت زره جریبه ځمکه وه، چې زیاته برخه یې د خلیلي صاحب ورو غصب کړې او دیوال یې تر تاو کړی.

په دې کې شپیته جریبه ځمکه د دفاع وزارت ده؛ چې د حاجي نبي له خوا څه موده مخکې غصب شوې.

د دغې ځمکه یوه برخه د دارالامان په حاجي نبي ښار ګوټي کې او بله برخه یې د امید سبز په ښارګوټي کې ده.

کله چې د خلیلي صاحب زور نه وي، نو حاجي نبي کولای شي، چې ۱۵۰۳ جریبه ځمکه په دارالامان کې غصب کړي؟ له ده څخه خلیلي په غیر مستقیم ډول ملاتړ کوي."


ښاغلي زابلي د ولسمشر په دویم مرستیال کریم خلیلي باندې تور ولګاوه؛ چې د ده په وینا د ځمکو په غصب کې یې د خپل ورور ملاتړ کړی دی.

له دې وړاندې هم د ملي شورا ځینو غړو د جمهوري ریاست مرستیالان تورن کړي؛ چې د بیت المال له پیسو څخه هرکال نږدې یومیلیون ډالره د خپلو کورونو کرایه ورکوي.

که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دویم مرستیال کریم خلیلي ولسمشر کرزي ته د یوه لیک په لیږلو سره د ده او د ده د ورور له خوا د دولتي ځمکو د غصب موضوع رد کړې ده.

ښاغلي خليلي دغه تورونه خپل سپکاوی بللی او لیکلي یې دي، چې په دې اړه باید د ده حیثیت اعاده شي.

د کریم خلیلي دفتر هم پرښاغلي خلیلی او د هغه په ورو د ځمکو د غصب لګول شوي تورونه رد کړل.

د دې دفتر مشر ډاکتر بصیر ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"خپله د جمهور رییس مرستیال او ورور یې دا حق لري چې عدلي او قضایي ادارې ته مراجعه وکړي او د ځان دفاع وکړي.

خپله خلیلي ویلي، چې داسې څه خبره نشته، که څوک سند لري نو کیدای شي محکمې ته یې وړاندې کړي.

دا خپله د دې خبرې د رد معنی ورکوي، حاجی نبي یو سوداګر دی، که یې په اړه کوم غیرقانوني سند وي؛ باید محکمې ته وړاندې شي."


د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر همداراز ادعا وکړه؛ چې په کندهار کې د عینو په نوم یو ښارګوټي هم د جمهور ريیس د ورور محمود کرزي له خوا په دولتي ځمکې جوړ شوی دی.

دغه کمیسیون وایي، په نږدې راتلونکې کې به کندهار ته د همدې موضوع د څیړلو لپاره یو پلاوی هم واستول شي.
XS
SM
MD
LG