د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۴

هڅه کیږي چې د سولې پروسه سبوتاژ شي


یوشمیر سیاسي کتونکي وایي چې د افغانستان په دننه او بهرکې د سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅې دوام لري.

که څه هم په دې وروستیو کې د سولې خبرو اترو او هلو ځلو زور اخیستی، خو یوشمېر سیاسي څیړونکي په دې باور دي؛ چې په ملي او سیمه ییزه سطح د سولې د روانې لړۍ د سبوتاژ کولو هڅې هم دوام لري.

دا کتونکي وایي، چې د افغان دولت په چوکاټ کې هم د سولې په اړه یو نظر نه دی موجود او سیاسي مخالفان هم کوښښ کوي؛ چې دا پروسه د دوی له ګټو او غوښتنو سره سمه پرمخ ولاړه شي.

د سیاسي چارو څیړونکي عمر شریفي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل؛ چې د سولې د پروسې پر وړاندې د افغانستان په دننه او د سیمې په سطح مهم خنډونه او چیلینجونه موجود دي:

"په افغانستان کې مختلفې خواوې که حکومت دی؛ که سیاسي اپوزیسیون او که نورې سیاسي ډلې د سولې د پروسې په اړه د نظر یووالی نه لري؛ په تیره د پاریس له غونډې وروسته.

دا چې د سیمې په سطح کوم هیوادونه په دې برخه کې لاس وهنه کوي؛ پوهیږو چې هم هند او پاکستان او هم ایرانیان د سولې د لړۍ په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

دوی هر یو د افغانستان د کشالې په اړه جلا نظر لري او که د سولې پروسه سبوتاژ هم شي علت به یې د هیواد په دننه کې د مختلفو اړخونو ترمنځ نه همآهنګي وي".


د افغان دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې هلې ځلې او خبرې اترې په دې وروستیو کې تودې شوي او حتی افغان حکومت په قطرکې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر له پرانستلو سره هم موافقه کړې.

خو افغان حکومتي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي؛ چې دا دفتر باید هغه مهال پرانستل شي؛ چې وسله وال مخالفان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیاری وښیي.

د بهرنیوچارو وزیر ډاکټر زلمي رسول څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل؛ چې ځینې هیوادونه هلې ځلې کوي، چې د بیلا بیلو غونډو په جوړولو سره د افغانستان تیرې ستونزې او ناخوالي یو ځل بیا تکرار کړي:

"له څه مودې راهیسې یو شمیر بهرني هیوادونه د افغانستان د راتلونکې په اړه له دې هیواد څخه بهر غونډې جوړوي.

دا داسې یو کار دی، چې ورو ورو د نویمې میلادي لسیزې پر لور روان دی کله چې موږ په کورنۍ ستونزه کې ښکیل وو او هر چاه به څو تنه افغانان راغونډ کړل او د دې هیواد د راتلونکې په اړه به یې خبرې کولې.

دا نه ده لازمه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو غونډه په بهر کې جوړه شي.

نور به د پاریس او یا برلین دریمه او څلورمه غونډه نه وي".


د سولې عالي شورا په دې وروستیو کې له وسله والو مخالفانو سره د سیاسي روغې جوړې په هدف منډې ترړې زیاتې کړي او پاکستان هم په دې برخه کې د یوشمیر طالب مشرانو له آزادولو سره د ټینګې همکارۍ لپاره ټټر وهلی دی.

د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد په دې برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشاره دا ردوي، چې د سولې د روانې لړۍ د ګډوډولو لپاره هلې ځلې کیږي:

"موږ تراوسه د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو لپاره کومه هڅه د هیواد په دننه او بهرکې که په ګاونډي هیوادونه کې دي او که په سیمه کې نه ده لیدلې.

د افغانستان د سولې هڅې د ګاونډیو هیوادونو جلا پالیسۍ نه دي او دا ډول اندیښنې پرځای نه دي.

ولسمشرکرزی به د امریکا ته د سفر په ترڅ کې د متحده ایالاتو له مشرانو څخه هم په دې برخه کې مهم ضمانتونه ترلاسه کړي".


جمهور رییس کرزي په وار وار پر وسله والو مخالفانو غږ کړی؛ چې د سولې له بهیر سره دې یوځای شي او د وسله وال مخالفت پرځای دې سیاسي مبارزه وکړي.

خو طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو لاتراوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او ټینګار کوي، چې له افغان حکومت سره به خبرې اترې ونه کړي.

افغان چارواکي وایي، چې ولسمشر کرزی به واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورو مسایلو ترڅنګ له امریکایي مشرانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه هم پراخې خبرې وکړي او هڅه به یې دا وي، چې دا پروسه هغه ډول پرمخ ولاړه شي؛ چې د ده حکومت یې غواړي.
XS
SM
MD
LG